اقتصاد او سوداګري

اروپايي ټولنه: د افغانستان لپاره مو ۱۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړي

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه ۱۵۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او مدني خوندیتوب (ECHO) بنسټ ویلي چې په افغانستان کې بشري ناروین ته په کتو یې ۱۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

نوموړي بنسټ دوشنبه د غبرګولي پر ۲۱مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت لامله، اروپايي ټولنې په دغه هېواد کې د قحطۍ ګواښ د مخنیوي په موخه د بېړنیو مرستو زېرمه فعاله کړې ده.

له دغه پیسو په ایران او پاکستان کې له مېشتو افغانانو سره مرسته

د خبرپاڼه په حواله، د دغو پیسو له ډلې به ۱۲۶ میلیونه یورو په افغانستان کې دننه، څه باندې ۱۱ میلیونه یورو به په پاکستان او نږدې همدومره نورې به په ایران کې د افغان کډوالو د اړتیاوو په پوره کولو او دغه راز د ناورینونو پر وړاندې د چمتوالي پر تیاري ولګول شي.

یاد بنسټ زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې مالي مرستې به د زیانمنو ټولنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره دوام مومي.

afghan (24)
انځور؛ په افغانستان کې بې وزله ماشومان

ډېری شنونکي په دې نظر دي چې که له افغانستان سره بهرنی مرستې نه وای، نو په دغه هېواد کې به د انساني ناورین څپه له دې لویه وی.

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نږدې نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري

بل پلو، د اروپايي ټولنې د ناروین مدیریت یو چارواکي ویلي چې افغانان له ناوړه بشري حالت سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، په دغه هېواد کې څه باندې ۵۰ سلنه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او څه باندې ۸۵ سلنه خلک بېوزله دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راوروسته د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو ویلي چې دا هېواد له سیاسي ناروین وراخوا د لوږې، بېکارۍ او روغتیا په برخه کې هم له ننګونو سره مخ دی.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې په افغانستان کې خوراکي امنیت له ګواښ سره مخ دی.

بل لور ته د بې روزګارۍ او خلکو ته د کار د نشتوالي له امله ډېری کورنۍ د کور لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی. له همدې امله په افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او دا کچه ورځ تر بلې لوړېږي.

د یادونې وړ ده چې د مور او ماشوم مړینه هم زیاته شوي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button