نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه: راستنېدونکو افغان کډوالو سره ۱۷ میلیونه یورو مرسته کوو

اروپايي ټولنه وايي، له راستندونکو افغان کډوالو سره ۱۷ میلیون یورو مرسته کوي څو یې ستونزې حل شي

اروپايي ټولنې له دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې وې او اوس هم د افغان کډوالو د ستونزو په هواري کې د طالبانو لاسنیوی کوي.

خو اوسنۍ مرستې بیا د کډوالۍ د نړیوالې ادارې په چوکاټ کې کېږي.

له ایران او پاکستان راستانېدونکي کډوال

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې د کډوالۍ له نړۍوالې ادارې سره ۱۷ مېلیونه یورو مرسته کوي.

د اروپايي ټولنې په پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه افغانان راستانه شوي دي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

د دغې ټولنې په وینا، د کډوالۍ نړۍواله اداره به د روغتیایي پاملرنې، حقوقي مرستې، حرفوي زده‌کړې او تعلیم په برخه کې ځینې اسانتیاوې هم چمتو کړي.

دغه ټولنه ټینګار کوي، چې په راستنېدونکو کسانو کې تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنونکي دي چې دوی ته تر ټولو ډېر لومړیتوب ورکوي.

afghan (17)
اروپايي ټولنه: راستنېدونکو افغان کډوالو سره ۱۷ میلیونه یورو مرسته کوو

پاکستان کې د افغان کډوال نیول کېدل

په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې مشرې ماریا مویتا وویل:« له اروپايي ټولنې سره دوامداره ملګرتیا زموږ د ډلو په پیاوړتیا کې د سلګونه زرو راستنېدونکو او نورو زیان منونکو کسانو ته د رسېدو لپاره خورا اړینه ده.»

له بل پلوه همدا تېره ورځ په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ خبر ورکړ، چې په سند صوبه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ افغان بندیان له زندانه خوشې شول.

په کراچۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد شمېر کسان تر هغه وروسته نیول شوي وو، چې په خپله خوښه یې غوښتل دغه هېواد پرېږدي او د افغانستان خوا ته روان وو.

پر دې سربېره د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو، چې په ایران او پاکستان کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

پاکستان تازه پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو نوي جوپه افغانستان ته واړوي. خو طالبان وايي، چې د نویو کډوالو د سمبالولو لپاره یې نوي پنډغالي تیار کړي او دوی ددې توان لري څو دغه کډوال سمال کړي.

خو راستانه شوي کډوال بیا وايي، یوازې د پنډغالو برابرول ددوی ستونزې نه شي حلولی، باید د کار زمینه ورته برابره شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button