نړیوال خبرونه

اروپايي پارلمان اوکراین ته د ۳۵ میلیارده یورو «پور» تصویب کړ

اروپايي پارلمان وايي، هغه ۳۵ میلیارده یورو پور یې تصویب کړ چې اوکراین ته ورکول کېږي

هاخوا د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه ورځ تر بلې سخت او پیچلي حالت ته ځي او روسیه هم غواړي چې اوکراین له ناټو سره له یو ځای کېدو راوګرځوي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اروپايي پارلمان اوکراین ته د ۳۵ ملیارد یورو «پور» ورکړه تصویب کړې ده.

اوکراین ته دغه پور کله ورکول کېږي؟

د اناتولي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اروپايي پارلمان سه‌شنبه د اکټوبر پر ۲۲مه، اوکراين ته د ٣٥ مليارده يورو «پور» ورکړه د ۵۱۸ موافقو، ۵۶ مخالفو او ۶۱ سپینو رايو له مخې تصویب کړې ده.

ټاکل شوې دا «پور» د ۲۰۲۵ تر پایه کیف ته ورکړل شي.

د راپور پر بنسټ، اوکراین ته د ځانګړو شويو «پورونو» بېرته ورکړه به د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له ګټو څخه وګرځول شي.

نور ولولئ:  مسکو طالبانو ته: “روسیه به د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو سره بحث کړي”

نور ولولئ: روسیې ویلي، امریکا د منځني ختیځ او اوکراین په شخړو کې مخامخ ونډه لري

ورته مهال، په اروپايي ټولنه کې د روسیې استازي کریل لوګوینوف ویلي چې د دې ټولنې د ۳۵ میلیارده یورو پور بېرته ورکړه به د اوکراین د راتلونکي نسل پر اوږو دروند بار وي.

له اوکراین سره نورې ژمنې

هغه زیاته کړې ده: «د تعریف شوي پلان او سناریو پر بنسټ، اوکراین او اروپايي ټولنې د روسیې کنګل شویو شتمنیو ګټې ته سترګې پټې کړې دي او په دې لټه دي چې د پور بېرته ورکړه له دې لارې ترلاسه کړي.»

د يادونې ده چې پر اوکراين د روسيې د بريد له پېل راهيسې د اروپايي ټولنې له خوا د پور پر ورکړې سره سره، یادې ټولنې له کيف سره په ميلياردونو ډالره پوځي او غیر پوځي مرستې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د اروپايي شورا مشر شارل میشل ویلي و چې اروپايي ټولنې د بودیجې په چوکاټ کې اوکراین ته د مرستې په موخه د ۵۰ ملیارده یورو نوې کڅوړې هوکړه کړې ده.

همداراز په اوکراين کې د جګړې له پېل راهيسې د دې ټولنې غړو هېوادونو د دغه هېواد شاوخوا ۴۰ زره سرتېرو ته روزنه ورکړې ده.

پر دې سربېره، امریکا، انګلیستان او نور هېوادونه اوکراین ته د مسکو پر ضد تر ټولو ډېره عصري او موثره وسله ورکوي تر څو د روسیې پرضد جګړه مخکې یوسي.

غرب له اوکراین غواړي چې جګړه یې باید اغېزناکه وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button