ازبکستان: افغانستان ته د برښنا د صادراتو په تادیه کې ټولې ستونزې حل دي
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزامحمدوف تېره ورځ (جمعه، د لړم ۹مه) د کورنیو رسنیو سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې د افغانستان سره د ازبکستان همکاري د پام وړ وده کې ده.
میرزامحمدوف وویل: “ما په تېرو دوو میاشتو کې درې ځله افغانستان ته سفر کړی دی. دغه هېواد خپل اقتصادي پرمختګ تعقیبوي، او دا لاره د انرژۍ سرچینو ته د لاسرسي پرته ممکنه نه ده.”
میرزامحمدوف د پلخمري د برښنا د لیږد لین د پروژې د جوړولو رسمي پیل هم اعلان کړ، او زیاته یې کړه: “د برښنا لینونه لا دمخه اېښودل شوي او د برښنا سټیشنونه د سرخاندریا سیمې ته غځول شوي دي. اوس د پلخمري ته د نوي ۵۰۰ کیلو ولټه لین کار پیل شوی دی.”
هغه ټینګار وکړ چې که چیرې د دې پروژې قرارداد د سپتمبر په میاشت کې د لاسلیک شویو تړونونو سره سم لاسلیک شي، نو ټول کار به په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي. د ازبکستان د انرژۍ وزیر همداراز زیاته کړه چې : “د دې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان د برېښنا صادراتي ظرفیت څو چنده زیات شي.”
دا په داسې حال کې چې ژمي په راتلو سره د برښنا پرچاو شوې، چې د ښاریانو لپاره یې ستونزې رامنځته کړي دي.
د کابل ځینې اوسېدونکي شکایت کوي چې برښنا په عادلانه ډول نه وېشل کیږي، په ځینو سیمو کې زیاته او په نورو کې کمه ده.



