نړیوال خبرونه

ناروې غونډه: متقي وايي هڅه کوي خپل حکومت نور هم ټولګډونی کړي

د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه د ځانګړې غونډې پر دویمه ورځ نن (دوشنبه) د طالب پلاوي، د امریکا د استازي، او د یو شمېر اروپایي هېوادونو استازو تر منځ د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي. د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر او د دغې ډلې د پلاوي مشر ملا امير اخان متقي دا خبرې رغنده وبللې خو ويې منله چې د ټولګډوني حکومت د معنی په اړه اختلافات لا هم نه دي حل شوي. 

نوموړي یوي سرچینې ته وويل، “که د ټولګډوني حکومت معنی دا وي چې ټول قومونه په حکومت کې وي هغه شته او که دا معنی ولري چې ټولې برخې او ولايتونه په حکومت کې وي هغه هم موجود دي”. خو ګتنيونکي وايي چې د طالبانو د کابينې ټول غړي او چارواکي نارينه دي او نژدې ټول په دوی پورې تړاو لري او ديني عالمان دي.

نور یی ولوله | محمد شهزاد ښه توپوهنه وکړه، خو لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير وويل، “که د اشرف غني حکومت ټولګډونی و، موږ د هغه وخت څوک له حکومته نه دي ايستلي”. خو ښاغلي متقي زياته کړه چې “موږ په دې بسنه نه کوو او هڅه مو دا ده چې حکومت نور هم ټولشموله کړو”. ليدنې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي. دا په یوه اروپايي هېواد کې له اروپايي او امریکايي چارواکو سره د طالبانو لومړنۍ ناسته ده او ناروې یې کوربه او تنظیموونکی دی.

د رپوټونو له مخې طالبان به بهرنیو استازو سره خپلو خبرو کې د افغانستان بانک هغو میلیاردونو ډالرو ته د لاسرسي غوښتنه وکړي، چې په نړیوالو مالي ادارو کې کنګل شوې او ډېره برخه یې په امریکا کې ده. په پام کې ده، دې درې ورځنۍ غونډه کې به په افغانستان کې د بشري بحران او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې کېږي.

په تېر اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان شمتنۍ او د مرستو لپاره ځانګړې شوي میلیاردونه ډالر په نړیوالو مالي ادارو کې کنګل شول. د دې وضعیت له کبله په افغانستان کې بې روزګاري ډېره شوه، بانکي سسټم نژدې په ټپه ودرېد او ملګرو ملتونو په دې هېواد کې د سخت بشري ناورین رامنځته کېدو خبرداری ورکړ. دې خبرو کې د طالبانو پلاوي یوه غړي شفیع اعظم ایسوشیټیډ خبري اژانس ته وویل: ”موږ له دوی غواړو چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړې او د افغانستان عام ولس ته د سیاسي بحثونو سزا ور نه کړي. ” نوموړی زیاتوي: ”د لوږې له کبله، د سخت ژمي له کبله فکر کوم اوس وخت راغلی چې نړیواله ټولنه د افغانانو ملاتړ وکړي، او د سیاسي اختلافونو سزا ور نه کړي. ” تمه کېږي چې لویدیځوال به دې خبرو کې له طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کولو پر غوښتنه ټینګار وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button