افغانستان

ازبکستان: “نړۍ باید د طالبانو له واکمن رژیم سره تعامل وکړي”

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف یو وار بیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کړی او دلته یې اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې د پرمختګ کیلي بللې ده.

د ازبکستان ولسمشر دا څرګندونې د تاشکند نړیوال  پانګولۍ په فورم کې کړې، او ویلي یې دي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د نړیوالو رغنده تعامل مهم دی.

ښاغلي میرضیایف دا هم ویلي چې د افغانستان ټیکاو او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې د دوامدار پرمختګ کیلي ده.

د ازبکستان ولسمشر تر دې مخکې هم بار بار له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کړی و او دلته یې ثبات او امنیت د ټولې سیمې لپاره مهم بللی و.

ازبکستان هغه هېواد دی چې په افغانستان کې یې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته له افغان چارواکو سره نږدې اړیکې پاللې او د یاد هېواد د بېلابېلو برخو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي دي.

بلخوا د اسلامي امارت چارواکو هم تر دې مخکې د افغانستان په اړه د ازبکستاني چارواکو دریځ ستایلی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button