اقتصاد او سوداګري

ازبکستان کې د پانګونې کنفرانس؛ طالب پلاوی هم ګډون په کې کوي

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د افغانستان د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی د ازبکستان د پانګونې په ۴م نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی. د صنعت او سوداګرۍ د وزیر، نورالدین عزیزي، په مشرۍ پلاوي کې د طالبانو د اسلامي امارت د شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال ملګری دی.

دا سفر د ازبکستان په رسمي بلنه کېږي او هدف یې د دواړو هېوادونو تر منځ د پخوانیو ناستو د پرېکړو او ژمنو عملي تعقیب دی.

د کنفرانس په ترڅ کې، د افغانستان پلاوی تمه لري چې د ازبک چارواکو او د نورو هېوادونو له استازو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي. د ېالبانو حکومت هڅه کوي چې له نړیوالو شریکانو سره همکاري نوره هم پیاوړې کړي او د هېواد په اقتصاد کې پانګونه راجلب کړي.

تمه کېږي چې د دې کنفرانس پایلې به د افغانستان او ازبکستان تر منځ اړیکې لا نورې ټینګې کړي او په بېلابېلو برخو کې به د راتلونکو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button