اقتصاد او سوداګري

ازبکستان: ۲۰۲۶ کې افغانستان او قزاقستان ته برېښنا صادروو

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

ازبکستان يو ځل بيا خپله دا ژمنه تکرار کړه چې د افغانستان د برېښنا د زيربناوو د نوي کولو د هڅو ملاتړ کوي. د ازبکستان د انرژۍ وزارت ويلي چې په دې وروستيو کې په کابل کې د پانګونې يو کنفرانس جوړ شوی و، چې پکې د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان چارواکو تر څنګ د نړيوالو سازمانونو او ډيپلوماتيکو استازوليو استازو هم ګډون کړی وو.

د دې کنفرانس د یوې برخې په توګه د برېښنا د نویو مزو او سب سټېشنونو د جوړولو لپاره د مالي هوکړې سند لاسليک شو، چې وړتیاوې به یې له ۲۲۰ تر ۵۰۰ کيلوولټه پورې وي.

ټاکل شوې چې دا پروژه د ۲۰۲۷ کال د لومړۍ ربعې تر پايه بشپړه شي.

ازبکستان همداراز ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د برېښنا د وېش د شبکو په نوي کولو، د ځیرکو (سمارټ) ميټرونو د ټکنالوژۍ په پلي کولو او د تخنيکي تجربو په برابرولو کې مرسته وکړي، څو د انرژۍ د عرضه کولو کيفيت او د باور وړتيا لوړه شي.

ازبکستان همداراز وايي، موافقه یې کړې چې د ۲۰۲۶ کال له مارچ څخه تر دسمبر پورې شاوخوا ۹۰۰ ميليون کيلوواټ ساعته برېښنا قزاقستان ته صادره کړي. دا هوکړه د سپتمبر په ۷مه د قرغیزستان په «چولپون‌اتا» ښار کې د قزاقستان، قرغیزستان او ازبکستان د اوبو او انرژۍ د چارواکو په درې اړخیزه ناسته کې رسمي شوه.

په دې غونډه کې څو پروتوکولونه د سيمې د اوبو او انرژۍ د توازن د ثبات لپاره لاسليک شول. يو مهم بند د قرغیزستان له «تکتوګول بند» څخه د اوبو په خوشي کولو کې همږغي ده، چې په بدل کې به یې قزاقستان او ازبکستان قرغیزستان ته برېښنا برابروي. همداراز، درې واړه هېوادونه د روسيې د برېښنا د لېږد په اړه هم هوکړې ته ورسېدل، څو دا برېښنا د قزاقستان له شبکې تېره او قرغزستان ته ورسېږي.

دا هم ولولئ:  د پاکستان مرکزي بانک ته د سعودي عرب له لوري د دوه میلیارده ډالر سپارل

دغه اقدامات د دې لپاره دي چې د قزاقستان جنوبي سيمې د راتلونکي کرهنيز فصل لپاره کافي اوبه ولري او په بند کې د اوبو حياتي کچه وساتل شي.

د قزاقستان د انرژۍ وزير، يرلان آکنژنوف، وويل چې پروتوکولونه «کره شمېرې، مهالويشونه او بيې» لري او ټينګار يې وکړ چې د موافقې د مهالويش جدي پلي کول د برېښنا د عرضې او د اوبو د سرچينو د مديريت د ثبات لپاره ډېر مهم دي.

تمه کېږي چې له ازبکستان سره دا برېښنايي هوکړه د قزاقستان په جنوبي شبکه کې د برېښنا د کموالي ستونزې د کورنيو برېښناکوټونو د ترميم په وخت کې جبران کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button