نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییل وايي، ځینې امنیتي کمرو ښودلي چې د دوی یرغمل کسان الشفا روغتون ته وړل شوي

د اسراییلو په وینا د ځینو امنیتي کمرو انځورونه ښیي چې د دوی یرغمل کسان الشفا روغتون ته لېږدول شوي دي

د حماس او اسراییلو تر منځ د جګړې تقریبا ۵۰ ورځې کېږي او په دې وروستۍ اوونۍ کې اسراییلو پر غزه نظامي یرغل کړی چې په دې یرغل کې یې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

د اسرائیل پوځ د امنیتي کمرو ځینې ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا کوي چې حماس د اکتوبر اوومې د برید پر مهال ځینې یرغمل کړي کسان چې ټپیان دي، د غزې الشفا روغتون ته وړي دي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ د اسراییل بمبار کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي د دوی یو ۱۹ کلنه یرغمل شوې سرتیرې چې د اسرائیلو په یوه برید کې ټپي شوې وه، د حماس لخوا وژل شوی ده.

په الشفا روغتون کې پټ تونلونه او وسلې هم کشف شوي

حماس په دې تړاو تازه غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې دا ډول تورونه رد کړي دي.

غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې له څه باندې یوه میاشت راهیسې د اسرائیلو بمباریو او بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۳ زرو اوښتی چې پنځه زره پکې ماشومان دي. هممهاله اسرائیل ویلي چې د غزې ځمکنيو عملیاتو پر مهال یې تازه شپږ نور پوځیان وژل شوي دي. له دې سره د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو اسرائیلي ځواکونو شمېر ۶۳ تنو ته رسېدلی دی.

نور ولولئ: د حماس-اسراییل د جګړې له امله میټا شرکت فیسبوک کې بدلون راولي

بلخوا د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ویلي چې له الشفا روغتونه یې ۳۱ له وخت مخکې زېږېدلي ماشومان د غزې سویل ته لېږدولي او ټاکلې چې د رفح بندر له لارې مصر ته ولېږدول شي.

ټېډروس اډهانوم ګېبرېسوس وايي، د اسرائیلو د بریدونو له کبله د الشفا روغتون امکانات درېدلي او دغه ماشومان د برېښنا او نورو امکاناتو د نشتوالي له کبله له ځانګړو ماشینونو ویستل شوي او ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ و.

د ماشومانو د لېږدولو بهیر ستونزمن ښودل شوی

د فلسطین د سره صلیب کمیټې یوه کار کوونکې نیبل فرسخ وايي، د دغو ماشومانو د لېږدولو بهیر خورا ستونزمن و.

دی وايي: “دا ډېره ستونزمنه پروسه وه ځکه چې ان امبولانسونه مو هم ورته چمتو نه وو. موږ د ماشومانو تودو ساتلو ځانګړي ماشینونه نه لرو نو اړ وو چې دغه ماشومان د بدن د تودوخې ساتلو لپاره پر پاڼو وپوښو. له نیکه مرغه ومو کړای شول چې هغوی د متحدو عربي اماراتو اړوند یوه روغتون ته ولېږدوو.”

ښاغلی فرسخ زیاتوي “له بده مرغه دوه تنه مړه شول نو له همدې امله موږ یوازې دیرش ماشومان انتقال کړل او ډیری یې اوس مور او پلار نه لري ځکه چې د دوی میندې او پلرونه بمباریو کې وژل شوي. د ځینو نورو ماشومانو والدین وړاندې اړ کړای شوي وو چې له دې ځایه لاړ شي.” د اماراتي روغتون ډاکترانو ویلي، دغو ماشومانو وزنونه بایللي او سخت اغېزمن شوي دي.

د یادونې وړ ده چې لا هم په غزه کې خلکو ته خواړه، د څښاک اوبه، پوره درمل او نور د ژوند لومړني سهولتونه نشته او پر دې سربېره اکثره روغتونونه له فعالیت لوېدلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button