نړیوال خبرونه

اسلامي امارت د سپین بولدک- چمن پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګومارلی

د سپین بولدک – چمن بندر

اسلامي امارت د سپین بولدک- چمن په بندر کې د یکشنبې ورځې د پېښې په تړاو ویلي دي، چې په دغه بندر کې د پاکستان پر پولیسو برید د یوه ناپېژانده وسله وال کس له لوري شوی دی. په دې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د شکمن کس د موندلو لپاره یو جګپوړی پلاوی ټاکل شوی دی او د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي چې د دغه راز پېښې د تکرار مخه ونیول شي

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان اسلامي امارت د دغې پېښې په هکله خواشیني څرګندوي او د دغې پېښې د څېړنې یا د ګمر کس د پيدا کولو لپاره یې یو پلاوی ګومارلی. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست  نور احمد سعید څرګندوي:«پلاوی په سیمه کې حضور لري ډېر کوښښ کوي چې ډېر ژر لار پرانیستل شي چې د مسافرو او نورو هېوادوالو ستونزې حل شي. له دې سره هم مهاله، پاکستاني رسنیو د چمن د کمیسارۍ د مرستیال له خولې لیکلي دي، چې د سپین بولدک لار به تر هغو خلاصه نه شي، چې مشکوک کس نیول شوی نه وي

د چمن د کمېسارۍ مرستیال

د چمن د کمېسارۍ مرستیال حمید زهري وویل:«پاکستان له افغان چارواکو غواړي چې بریدګر له نیولو وروسته دغه هېواد ته وسپاري او دغه لار به د مشکوک بریدګر تر سپارل کېدو پورې تړلې وي. بل خوا د کندهار یو شمېر اوسېدونکي د دغې لارې تړل کېدو ته اندېښمن دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، چې د دې لارې تړل کېدو د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي

نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر تازه حکم

نور یی ولوله | د افغانانو لپاره د سټوډنټ(محصېلی) ویزه

د کندهار اوسېدونکی

د کندهار اوسېدونکی عثمان برکت وايي:«زموږ هیله دا ده چې د خبرو اترو له لارې حل شي او د دواړو لورو خلک تاوان ونه کړي او خلکو ته ډېر زیان ونه رسېږي. د کندهار بل اوسېدونکی محمد انور هم څرګندوي:«له کله چې سپين بولدک- چمن بند شوی د خوراکي توکو بیه لوړه شوې او هر څومره چې لار بنده پاتې شي بیې لوړېږي

د نړۍوالو اړیکو یو شمېر شنونکي وایي، چې د دغې لارې تړل کېدل به د دواړو هېوادونو پر اړیکو هم اغېز ولري. د نړۍوالو چارو شنونکي ویس ناصري وویل:«د پولو تړل له بده مرغه د دولتونو د اړیکو سوړوالی او پر یو بل بې اعتمادي څرګندوي. په دغې ویډيو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده، یو کس په تمانچې سره پر پاکستاني پوله ساتونکو ډزې کوي. اسوشیټېډ پرس رپوټ ورکړی دی، چې د دغو ډزو له امله یو پاکستانی پولیس مړ شوی او دوه تنه نور ټپيان دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button