نړیوال خبرونه

د اسلامي امارت مشر تازه حکم

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده قاضيانو ته حکم کړی چې پر مجرمینو شرعي حدود او قصاص عملي کړي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، مولوي هبت‌الله اخندزاده قاضیانو ته حکم کړی، څو د سړي تښتونکو، غلو او فتنه ګرو دوسیې په دقت وڅېړي. 

د رياست الوزراء ویاند

په ورته وخت کې د رياست الوزراء ویاند رسنیو ته وايي، د اسلامي امارت د مشر حکم به په ټول هېواد کې پلي شي.

د رياست الوزراء وياند يوسف احمدي وايي: «هغوی چې په قتل انسان تښتونې او غلاوو کې ښکېل دي، بايد د خپلو شومو اعمالو سزا وويني. د سترې محکمې مرستيال وياند عنايت‌الله وايي: «مولوي هبت الله له قضاتو سره د ليدنې پر مهال قاضيانو ته سپارښتنه وکړه، چې د غلو، انسان تښتوونکو او فتنه ګرو دوسيې په ښه ډول وڅېړئ. هغه دوسيې، چې دوسيې چې د حد او قصاص ټول شرعي شرايط يې پوره کړي وي، مکلف ياست چې حد او قصاص ورباندې جاري کړئ

نور یی ولوله | د افغانانو لپاره د سټوډنټ(محصېلی) ویزه

نور یی ولوله | افغانستان سره تر دې دمه تازه څومره مرستې شوې دي ؟

سیاسي کارپوهان

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان په اوسني وضعیت کې د شرعي حدودو پلي کول ستونزمن ګڼي.

د سياسي چارو کارپوه جنت فهيم چکري زیاتوي: «اسلامي امارت باید په دې برخه کې خپله پریکړه وکړي، که په داخلي ابعادو ټینګار کوي او که په خارجي ابعادو او د هغې له مخې باید اقدام وکړي. 

په سیاسي چارو کې کارپوه

د سياسي چارو کارپوه سيد اکبر اغا وايي: «اسلامي نظام چې دی، هغه په حدودو باندې کامل کېږي او که حدود نه وي، هغه اسلامي نظام ته کامل اسلامي نظام نه ويل کېږي. زما په فکر باندې دا خبره پر ځای باندې خبره ده، چې حدود جاري او قاتل قصاص شي. د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په عادلانه ډول د مجرمينو د مجازاتو غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی تراب وايي: «هر فرمان خپل اصول او قواعد لري، بغير له قوادو او اصولو باید داسې کوم کار ونه‌شي

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د شرعي حدودو د پلي کیدو خبر نه دی ورکړل شوی. او دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت مشر په هیواد کې د شرعي حدودو د تطبيقېدو رسمي حکم صادروي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button