اقتصاد او سوداګري

اسلام اباد د ازبکستان-افغانستان-پاکستان ترمنځ د پټلۍ جوړېدو ته لېواله دی

ددې هوېواد لومړی وزیر وايي، باید د رېل پټلۍ کارونه ژر تر ژره پیل شي او دغه سیمه ونښلول شي

د پاکستان اقتصادي وضعیت په چټکۍ سره د رکود خواته روان دی او له همدې امله هڅه کوي چې د پاکستان سوداګري منځني ختیځ هېوادونو ته وغځوي او دغه سیمه وصل کړي.

د پاکستان لومړی وزیر د دغه هېواد، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د پټلۍ جوړېدل مهم بولي او وايي؛ اسلام اباد غواړي دا پروژه ژر پلې شي.

شهباز شریف نن په اسلام اباد کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په لیدنه کې دا خبره کړې ده.

د سیمه ییز اتصال اهمیت

د پاکستان دولتي رادیو وايي؛ ښاغلی شریف او بختیار سیدوف د سیمه ییز اتصال لپاره د افغانستان د سولې او پرمختګ پر اهمیت هم وغږېدل.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د خپلمنځي تجارت او د سیمې د نښلولو لپاره له ازبکستان سره د پروژو ژر بشپړېدلو ته ژمن دي.

نور ولولئ: طالبان: ۱۰ میاشتو کې ۱۲۲ میلیارده افغانۍ صادرات شوي

نور ولولئ: د اوسپنې پټلۍ اداره: شاوخوا ۸۱زره مټرېک ټنه صادرات او واردات مو کړي

نوموړي په دغه لیدنه کې له ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته د پټلۍ تېرېدو د پروژې پر ژر پلي کېدو ټینګار وکړ.

دغه پټلۍ به د منځنۍ او سوېلي اسیا په نښلولو سره مسافرو د تګ و راتګ او د توکو د لېږدولو چارې اسانه کړي او په سیمه ییزه سوداګرۍ او اقتصادي وده کې به مرسته وکړي.

ازبکستان: افغان-ټرانس تر ۲۰۲۷ کال بشپړېږي

د دغو هېوادونو ترمنځ د پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې د یوې لویې اقتصادي لویې لارې د جوړولو لپاره وړاندې شو. چې منځنۍ اسیا د پاکستان د اوبو له بندرونو سره نښلوي.

د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم میلیارډه ډالره اټکل شوی دی او ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري.

د دغه پلان پر بنسټ؛ دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز پیلېږي او له مزارشریف او کابل ښارونو تر تېرېدو وروسته د پاکستان پېښور ته رسېږي.

د پاکستان لوېدلی اقتصادي حالت

د پاکستان اقتصاد د رکود پر لور روان دی. دغه هېواد هڅه کوي چې په همدې لوېدلي اقتصاد کې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ځان وصل او دغه هېوادونو ته خپله سوداګري وغځوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد افغان سوداګرو ته د کراچۍ او ګوادر بندرونو کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او د پاکستان همدې کار د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري ټکنۍ کړي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button