تجارت خبرونه

بالاخره پاکستان په لومړي ځل د افغانستان له لارې تاجکستان ته کچالو انتقال کړل

دا لومړی ځل دی چې پاکستان د افغانستان له لارې خپل کچالو تاجکستان ته رسوي

پاکستان بالاخره پر دې وتوانېده چې د افغانستان سوداګرۍ ته د سهولتونو له برابرولو پرته او په یو اړخیړ ډول خپل کچالو د افغانستان له لارې تاجکستان ته ورسوي او ددغه هېواد په بازارونو کې یې وپلوري.

پاکستان له منځنۍ اسیا سره د خپلې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره په لومړي ځل په خپلو لاریو کې د افغانستان له لارې د تاجکستان تر پلازمېنې دوشنبې خپل کچالو ورسول.

دا څومره مهمه ده؟

د پاکستان رسنۍ د ځمکې له لارې په اوو ورځو کې تر ۱۴ سوه کیلومتره واټن پورې د دغه هېواد د الوګانو رسول یو مهم پرمختګ بولي.

د پاکستان رادیو نن د یوې ویډیو او دې خبر خپرولو سره وايي، چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د دې کاروان د رسېدو لپاره ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.

نور ولولئ: کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر څه پیغام لري؟

نور ولولئ: افغانستان کې اقتصادي کړکېچ؛ خلکو د کورونا خطرونه هېر کړي

نور ولولئ: د اشرف غني اقتصادي طرحې؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس دلته اقتصادي ګټې لټوي

خو پاکستان بیا افغانستان ته د ګوادر بندر او نورې لارې د سوداګرۍ لپاره په واک کې نه ورکوي. کارپوهان وايي، له اسلام اباد سره د طالبانو دغه یو اړخیزه هوکړه به د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېزه وکړي.

pakistan (3)
پاکستان د افغانستان له لارې تاجکستان ته کچالو لېږدولي دي.

کارپوهان زیاتوي، که چېرې پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزه لار پیدا کړي، نو افغانستان به د صنعت او صادراتو برخو کې له ګاونډیو وروسته پاتې شي او کوم پرمختګ به یې د اوس په څېر په اقتصاد کې نه لیدل کېږي.

تاجکستان ته د پاکستاني اموالو په رسېدو خوښي

دغه الوګان چې له پاکستانه دوشنبې ته رسېدلي، د تاجکستان چارواکو ویلي، داد دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیل لپاره مهم ګام دی.

د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عظیم ابراهیم له پاکستان سره د ځمکنۍ سوداګرۍ پیلېدل د دواړو لپاره مهم بللي دي.

له تاجکستان سره د افغانستان له لارې د پاکستان سوداګري په داسې وخت پیلېږي چې لا هم اسلام اباد له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ ته خنډونه جوړوي.

پاکستان د کراچۍ له لارې افغانستان ته د ټرانزېټ توکو په لېږدو کې هم جنجال جوړوي او له امله یې اوس سمندري سوداګري نږدې ۷۰ سلنه د ایران له لارې کېږي.

که چېرې پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپله سوداګري وغځوي، نو د پاکستان اقتصاد به په پښو ودرېږي.

شنونکې وايي، طالبان دې پاکستان ته د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د وصل کېدو په قیمت کې د کراچۍ او ګوادر بندر ستونزې هوارې کړي څو افغان سوداګر هم هند ته خپله سوداګري وغځوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button