سیمه ییز خبرونه

اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ټي ټي پي په مقابل کې له طالبانو وغوښتل چې عملي قدم واخلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنې په ورځ د پاکستان په خاوره کې د داعش فعالیت یو «نامسووله» تور وباله.

د دغه وزارت ویاندې ویلي، طالبان دې « د دغو نامسوولانه څرګندونو پر ځای، په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلی ګام واخلي.»

په تېرو وروستیو کې طالبانو او پاکستان یو بل د وسله‌والو ډلو پر ملاتړ تورن کړي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ ( د غویي ۱۸مه) وویل، چې په خیبرپښتونخوا کې پر پنځو چینایي انجنیرانو برید په افغانستان کې د یوه افغان له‌خوا پلان شوی و.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ ( د غویي ۱۹مه) په یو بیان کې د پاکستان د پوځ دغه ادعا «نامسووله او له واقعیته لرې» وبلله او هغه یې د پاکستان د «امنیتي ادارو کمزوري» یاده کړه.

نور ولولئ: اسلام اباد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو پر سره مه درېږئ

نور ولولئ: اصف منیر: موږ ته کډوال نه پاکستان مهم دی او داخله وزیر وايي، افغان کډوال خامخا باسي

عنایت‌الله خوارزمي په دغه بیان کې د لومړي ځل لپاره پاکستان د داعش ډلې پر ملاتړ تورن کړ او ویې ویل، چې «داعش د پاکستان له خاورې افغانستان ته راځي او د پاکستان خاوره زموږ د خاورې پر ضد کارول کېږي.»

cyber wing minstry of ib and nh 58473
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

له دې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ( د غویي ۲۰مه) د دغې ادعا په ردولو سره دغه څرګندونې « ناحقه او نامسوولانه» وګڼلې.

د ترهګرو د حضور په اړه شواهد

د اکسپرېس ټربیون رسنۍ له قوله، ممتاز زهرا بلوڅ یو وار بیا د پاکستان دریځ تکرار کړ چې په پاکستان کې د وروستیو ترهکریزو پېښو د تړاو او په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه کافي اسناد او شواهد لري.

هغې زیاته کړې:« موږ شواهد ترلاسه کړي، چې ښيي په بشام کې پر [ چینایي انجنیرانو] برید د هغو ترهګرو سره تړاو لري، چې اوس‌مهال په افغانستان کې مېشت دي.»

اغلې بلوڅ د پاکستان د پوځ څرګندونې تکرار کړې او ویې ویل:« د دغه ترهګریز برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی او ترهګر او د هغوی تسهیل کوونکي له افغانستانه کڼترولېدل.»

هغې یو ځلې بیا د «ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګټور اقدام» په اړه د پاکستان غوښتنه یاده کړې او ویې ویل:« د دغه ډول ګټورو اقدامونو سره طالبان باید وتوانېږي، چې وښیي دغه ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټنځای او پناه ځای نه لري.»

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button