سیمه ییز خبرونه

اسلام اباد په یوه اعلامیه کې د تورخم وروستۍ جګړې په اړه طالبان ملامت کړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په نننۍ اعلامیه کې ویلي چې طالبانو غیر قانوني پوسته جوړوله

په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستان حکومت پر خپله خاوره د بل چا هیڅ ډول لاسوهنه نه شي زغملی ځکه په دې سره د پاکستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.

همدارنګه په دغه اعلامیه کې ویل شوي:«کله چې مو د سپټمبر په ۶مه د طالبانو له لوري د غیرې قانوني ابادیو د جوړولو مخه ونیوله د طالبانو له لوري د یوه سولیز هوډ پر ځای د پاکستاني پوځیانو پوستې په نښه شوې، په تورخم کې یې زیربناوې زیانمنې کړې او د پاکستان او افغان ولسي وګړو ژوند یې په خطر کې واچاوه»

نور ولولئ: شهباز شریف طالبانو ته؛ پاکستان ته دې د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هیواد پر سرحدي پوستو دا ډول بې دلیله او بې توپیره ډزې په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دي او د طالبانو له لوري بې دلیله ډزې  ترهګر زړور کوي.

پاکستان یو ځل بیا افغانستان د ترهګرو ځای بللی

دا څووم ځل دی چې اسلام اباد د وروستیو بریدونو په تړاو طالبانو ته د ملامتیا ګوته نیسي او وايي چې دوی پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی دی.

نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: کورمه کې د شیعه او سني تر منځ جګړه

اعلامیه کې راځي، د افغانستان او پاکستان پر پوله د طالبانو له لوري د پرلپسي غیرې ضروري پارونو په مقابل کې پاکستان له زغم څخه کار اخیستی او تل خبرو ته لومړیتوب ورکوي. د تورخم لنډ مهاله بندول د سختو قضیو پر مهال کیږي، لکه د ۶ سپټمبر پیښه او یا هم د افغانستان خاوره په پاکستان کې دننه د بریدونو لپاره د کارولو پر مهال .

پاکستان د طالبانو پر اعلامیه هم نیوکې لري

پاکستان د طالبان اعلامیه له بې بنسټه خبرو ډکه بللي ده.

د دغه اعلامیې په یوه برخه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تیرې ورځې اعلامیې ته هم غبرګون ښودلی، وايي، په یاده اعلامیه کې د پاکستان د اقتصادې او بهرنۍ سوداګرۍ په اړه ځینې بې بنسټه څرګندونې شاملي وي.

پاکستان چمتو دی چې د رغنده خبرو اترو له لارې ټولې دوه اړخیزي مسلې او اندیښنې حل کړي چې د دواړو هیوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

دا څووم ځل دی چې پاکستان په دیپلوماتیکه ژبه طالبان ملامتوي، خو د طالبانو دریځ بیا د دوی په مقابل کې دومره نرم دی چې رښتیا فکر کېږي طالبان ملامت دي او یا اسلام اباد ته سخت مجبوریت لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button