لوبې خبرونه

اسیا جام کې چا ډېرې شپږیزي وهلی؟

د اسیا جام پیل ته څو ورځې پاتې دي

د اسیا جام سیالیو پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او په دغو سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې هم متحده عربي اماراتو ته رسیدلي یا د رسېدو په حال کې دي، چېرته چې به دغه سیالۍ ترسره شي

د اسیا جام سیالۍ په ۵۰ اوریزه سیالیو کې ترسره شوې

تر دې وړاندې د اسيا جام سیالۍ په پنځوس اوریز ډول کېدې؛ خو اوس په شل اوره بڼه ترسره کېږي، چې د بڼې بدلون یې د شپږیزو او څلوریزو اهمیت هم زیات کړی، نو راځئ پوه شو چې په دې سیالیو کې تر ټولو زیاتې شپږیزې چا وهلي. شاهد اپریدی: پاکستاني توپ وهونکي چې په بوم بوم افریدي مشهور دی، د اسیا جام په ۲۷ لوبو کې ۲۶ شپږیزې وهلي دي او لومړی مقام له ځان سره لري

نور یی ولوله | وسیم اکرم خپل ټيم کې د څیشي کمي احساسوي؟

نور یی ولوله | شاهد افریدی د خپل زوم شاهین په اړه: ما ورته ویلي ول چې توپ پسې ځان مه غورځوه

سانت جیسوریا: د نوملړ دوهم نوم د سریلانکا پخوانی لوبغاړی سانت جیسوریا دی، چې په ۲۵ لوبو کې یې ۲۳ شپږیزې وهلي دي. روهیت شرما: د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما تر اوسه د اسیا جام په تاریخ کې په ۲۷ لوبو کې ۲۱ شپږیزې وهلي دي، چې په دغه نوملړ کې په درېیم ځای کې قرار لري

سریش رینا:د هند لوبغاړي سریش رینا د ۱۸ شپږیزو په وهلو سره په دغه نوملړ کې څلورم ځای خپل کړی. ایم ایس ډهوني: د هند پخواني لوبډلمشر ایم ایس دهوني د اسیا جام په ۲۴ لوبو کې د ۱۶ شپږیزو په وهلو سره په پنځم مقام کې ځان ځای کړی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button