لوبې خبرونه

شاهد افریدی د خپل زوم شاهین په اړه: ما ورته ویلي ول چې توپ پسې ځان مه غورځوه

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی پښتون لوبغاړی او د شاهین افریدي خُسر شاهد افریدی د خپل زوم په اړه وایي، چې هغه ته یې ویلي ول، چې په توپ پسې ځان مه غورځوه

دا څرګندونې شاهد افریدي کوي

شاهد افریدي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې زوم یې شاهین افریدی د اسیا جام سیالیو څخه د ټپي کېدو په سبب بهر شوی او پرځای یې محمد حسنین لوبډلې ته پورته شوی دی. شاهد افریدي تېره ورځ پر ټویټر د مینه والو په یاد کې یو ټویټ کړی و او هغوی سره پنځلس دقیقې د پوښتنو او ځوابونو برخه ترسره کړې وه، چې په دې دوران کې یو کس ورته وویل، لالا! شاهین خو ټپي شوی، ته خپل تقاعد بېرته واخله

نور یی ولوله | ګوتم ګمبیر یو ځل بیا کرکټ ته مخه کړه

نور یی ولوله | افغانستان ایرلینډ ته شل اوریزه لوبه کې یو ځل بیا ماتې ورکړه

ډوب مه کوئ او د بال وروسته ځان مه غورځوئ

د دې په ځواب کې شاهد افریدی وایي، ما له وړاندې هغه منع کړی و، چې ته چټکه توپ اچونکی یې، ډایو مه اچوه یا توپ پسې ځان مه غورځوه، ټپي کېدلی شې، خو وروسته پوه شوم چې هغه هم افریدی دی.او زما په خبره ېې عمل ونه کړ

د ویلو ده چې شاهین افریدی د ټپي کېدو په سبب له اسیا جام سیالیو څخه بهر شوی او د انګلستان پر وړاندې لوبلړۍ به هم ونه لوبېږي.باید یاده کړو چې نوموړي د پاکستان لپاره ویاړونه راوړي دي او هر وخت ېې هڅه کړې ده چې ښه لوبه وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button