نړیوال خبرونه

اشرف غني : د قانون پر اساس لا هم ولسمشر یم

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له کابله تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدا یو کال وروسته په یوه مخامخ مرکه کې د ځینو مسلو په اړه خپل نظر څرګند کړی

زه د خلکو خدمتګار وم او هیڅکله لقب نه کاروم

ښاغلي غني اې بي اېن سره مرکه کې ویلي “د اساسي قانون پر بنسټ زه ولسمشر وم، تر هغه چې د افغانستان خلک په قانوني توګه یوه بل چا ته واک ونه سپاري، زه به ولسمشر یم. د خلکو خدمتګار وم او هېڅ وخت پر القابو متکي نه وم”

ښاغلي غني د سولې د مذاکراتو په اړه – چې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یې چارې سمبالولې، نیوکه کړې او دا یې د نړیوالو معیارونو پربنسټ یوه “غمیزه” بللې ده.‌

نور یی ولوله | عربي امارات ابوظبي کې مېشت د۶۵۰۰ افغانانو ځانګړې پاملرنه کوي

نور یی ولوله | سیګار: د اشرف غني وتلو پر مهال د پیسو لېږد په اړه مو د ځینو پوښتنو ځواب ترلاسه کړ

ښاغلی خلیلزاد د خپلو پلانونو ویش او د افغانستان له سیاسي طبقو سره کار کوي

ده ویلي: “په کوم ډول چې مذاکرات مدیریت شول، د سولې د نړیوالو تړونونو د تجربې له لیدلوري دا یوه فاجعه ده. ده ښاغلی خلیلزاد تورن کړ چې “پخپلو طرحو او کار یې د افغانستان سیاسي قشر [ پوړۍ] سره وېشلی و. له ما سره د خلیلزاد ستونزه دا وه چې زه افغان او مسلمان وم او هغه (خلیلزاد) له خپل افغانیت او هویت هم انکار کړی. ښاغلي غني په دې مرکه کې د تېر نظام د سولې عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله هم د جمهوریت د نه تحکیمېدو مسؤول بللی.

ښاغلي خلیلزاد او عبدالله تر اوسه د ښاغلي غني دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو لاس ته د کابل لوېدو په اړه ښاغلي غني ویلي: “مهمه خبره دا وه چې ایا جمهوریت به په زور ورسپارو؟ د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ولې له افغانستانه ووت ښاغلي غني وويل، “د کابينې غونډه مو رابللې وه، ډېری غړی نه وو، د دفاع وزير مخکې له دې چې زه ووځم په الوتکه کې ناست و، وروسته د دفاع وزارت خالي شو، هلته هېڅوک نه وو او کره معلومات راغلل چې طالبانو هغه ژمنه چې ويلي کابل ته نه ننوځي، عمل پرې ونکړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button