اړوند خبرونه:
د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی
خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد “عزم استحکام” عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسېده
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او پښتون سیاستوال افتاب احمد خان شېرپاو اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ټاکل شوي سفر ځنډېدا مبهمه وبلله، او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې د دې پرېکړې دلیل باید خلکو ته په واضح ډول ووايي.
آفتاب احمد خان شېرپاو، په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي:
«په داسې حال کې چې دوه اړخیز تجارت، امنیتي وضعیت او د پاکستان او افغانستان اړیکې مخامخ خبرو ته اړتیا لري، دې سفر ډېر ارزښت درلود. حکومت باید اجازه ور نهکړي چې ګنګوسې او ابهام خپور شي، بلکې باید د دې سفر د لغو کېدو دلیلونه خلکو ته په روښانه ډول بیان کړي.»
ټاکل شوې وه چې امیرخان متقي د زمري ۱۳مه، چې د میلادي کال د اګست ۳مه ده، اسلامآباد ته سفر وکړي، خو د ځینو راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا د زیاتېدو له کبله دا سفر وځنډېده، په ځینو نورو راپورونو کې بیا ویل شوي و چې د ښاغلي متقي سفر د دې لپاره وځنډېده چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له لوري ورته د سفر معافیت نه و صادر شوی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نوم لا هم د بندیزونو په لیست کې شامل دی، او تر اوسه د ۱۹۸۸ کمېټې له لوري هغه ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې بې اجازې سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د مقرراتو له مخې، د طالبانو چارواکي د بهرنیو سفرونو لپاره ځانګړې معافیت ته اړتیا لري، چې دا معافیتونه یوازې د سولې مذاکراتو، نړیوالو غونډو یا بیړنیو حالاتو په صورت کې، د کوربه هېواد د رسمي غوښتنې او د بندیزونو د کمېټې د تصویب له لارې ورکول کېږي.
اوس هم دا نه ده معلومه چې پاکستان آیا د دې معافیت لپاره ملګرو ملتونو ته رسمي غوښتنه کړې وه که نه.
په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د ډیورند کرښې په اوږدو کې د بریدونو زیاتوالی، غیرقانوني کډوالي او سیاسي ترینګلتیاوې دا اړتیا نوره هم پراخه کړې چې دواړه لوري باید د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت لا هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی، او په نړیوال تعامل کې له جدي قانوني او سیاسي محدودیتونو سره مخامخ دی.