سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

کرونا ويروس: کویډ۱۹ سره د مبارزې په برخه کې امريکا سره پاکستان مرسته وکړه

د پاکستان دولت متحده ايالتو ته د طبي وسايلو مرستې لېږلي دي. کرونا ويروس د مبارزې لپاره د پاکستان حکومت له خوا متحدو ايالتو ته ماسکونه، ساتونکې جامې او نورو وسايلو مرسته کړې.  امریکا لخوا دغه مرستې ستایل شوې دي.

امریکا کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان وویل چې دا مرسته له متحده ایالاتو سره د “دوستۍ او پیوستون نښه” ده ، چې د نړۍ ترټولو نه زیات کرونا له وجې ځپلی هیواد دی چې په کې۱.۵۷ ملیونه پېښې او شاوخوا ،۹۵۰۰۰۰مړه دي.

نوموړي وویل چې دغه توکي د پاکستان د هوایی ځواک کارګو الوتکه کې ورکړل شوي ول چې په مریلینډ کې د انډریوس هوایی اډې ته راوتلي وو. د متحده ایالاتو لوړ پوړو چارواکو د ۱۰۰۰۰۰ محافظتي ماسکونو او ۲۵۰۰۰ پوښونو کښتۍ د متحده ایالاتو فدرالي عاجل مدیریت ادارې (فیما) ته د مرستې لپاره وسپارل  


د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په يو ټوېټ کې  د پاکستان حکومت له دغه مرستو مننه کړې او دا يې بشر دوستانه مرستې بللې دي. پمپيو په ټوېټر ليکلي دي چې دا ډول مرستې کرونا ويروس پر وړاندې د پاکستان او امريکا د ګډې مبارزې ښکارندوي کوي. 


کرونا ويروس: کویډ۱۹ سره د مبارزې په برخه کې امريکا سره پاکستان مرسته وکړه


پاکستان په داسې وخت کې  له امريکا سره د کرونا ناروغانو د درملنې او د دغه ويروس د مخنيوي مرستې کوي، چې په خپله پاکستان کې ۵۰ زره کسان په دې ويروس ککړ او تر زرو نورو ژوند يې اخېستی دی. 

بلخوا نړۍ کې مثبتې پېښې له ۵ میلیونونه زیاتې شوې او څه باندې درې لکه کسان د دغې وبا له کبله  خپل ژوند له لاسه ورکړۍ دي. د  ډبلیو ایچ او ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۶ زره نویو ناروغانو نومونه ورکړل شوي دي، چې د شمېر له پلوه یو غټ تعداد دۍ..

د متحده ایالاتو نه پرته بریتانیا او ایټالیا نه بعد تر ټولو ډېر د کورونا وېروس له کبله فرانسه کې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ د بریتانیا د صحت وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد کې د کورونا وېروس معاینې لپاره یوه نوې اله تجربه کېږي، چې په وینا یې په ۲۰ دقیقو کې به معلومات ورکوي.

د یادونې وړ ده چې کرونا لا هم په نړۍ کې په سرعت سره روانه ده او ښايي دغه لا نوره هم تیزه شي که څه هم په نړۍ کې لاک ډاون ختم کړۍ شوۍ دۍ.او یا هم محدودیتونو کې نرم والۍ راغلۍ دۍ خو بیا هم عام خلک په ویره کې دي او له کوزونو نه بهر نشي راوتلۍ او په کور کې بند پاتې دي. مومږ ته هم پکار ده چې باید دیر د احتیات نه کار واخلو او د کرونا ویروس نه څانونه په امان کې وساتو

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button