اقتصاد او سوداګري

افغانستان او ترکمنستان د ۷ میلیون ډالرو په ارزښت د رېل پټلۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د طالبانو حکومت له ترکمنستان سره د اووه میلیون ډالرو په ارزښت د ریللارې د جوړېدو په اړه درې قراردادونه لاسلیک کړل.

د طالب چارواکو په وینا، د دې قراردادونو هدف د افغانستان د رېل پټلۍ پراخول او د سیمه‌ییزو سوداګري اړیکو پیاوړتیا ده.

د ټولګټو وزارت مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده دا قراردادونه د ترکمنستان د سفر په ترڅ کې لاسلیک کړل.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس د راپور له مخې، په دې پروژو کې د هرات-تورغونډۍ د ریلګاډي د تمځای پراخول، د آقینه-اندخوۍ د ۱۰ کیلومتره پټلۍ بشپړول، او د اندخوۍ-شبرغان ترمنځ د ۵۵ کیلومتره وړاندیز شوې ریللارې د امکان‌سنجۍ څېړنې شاملې دي.

تېره اوونۍ د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې د کندهار-هرات د ۷۳۷.۵ کیلومتره ریللارې د څېړنو او ډیزاین کارونه هم پیل شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button