افغانستان بانک به دغه اوونۍ «۱۷» میلیونه ډالر لیلام کړي
د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک غواړي چې دغه اوونۍ اوولس میلیونه ډالر لیلام کړي
د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ «سلواغې ۱۱مه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (دوشنبه، د سلواغې نهمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د حسابونو د تصفیې غوښتنه
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»
نور ولولئ: د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي
نور ولولئ: طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی
نور ولولئ: نن به د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.
طالبانو وړاندې ویلې وو چې دوی د افغانۍ پولي ارزښت ساتي
هدايتالله بدري زیاته کړه چې د افغانستان بانک توانېدلی د معقولو پولي سياستونو په پلي کولو سره د افغانۍ ارزښت وساتي او د ثبات لور ته یې بوځي.
د افغانستان بانک سرپرست په وینا، په نړيواله کچه افغانۍ د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده او ارزښت يې لوړ شوی دی.
څو میاشتې وړاندې یوې امریکايي رسنۍ بلومبرګ تازه په یوه راپور کې ویلي و چې ۲۰۲۳ کال کې «افغانۍ» له کولمبیا او سریلانکا وروسته د درېیم باثباته پولي واحد ځای خپل کړی دی.
په دغه راپور کې لیکل شوي چې له افغانستان میلیارډونه ډالره بشري مرستې او له اسیايي ګاونډیانو سره د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا لامل شوې چې «افغانۍ» په دغو درېوو میاشتو کې د نړیوالې درجهبندۍ سر ته راولي.
خو لا هم په افغانستان کې افغان سوداګر له بانکي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی وايي چې که افغانستان د نړیوالو له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي، دا ستونزې به همداسې پاتې وي.