سیمه ییز خبرونه

افغانستان به د شنګهای غونډې د بحث سرټکی وي

هندوستان د شنګهای غونډې کوربه دی او په دې غونډه کې به زیات بحث د افغانستان پر حالاتو کېږي

هندوستان نن د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د ۲۳مې غونډې کوربه دی.

له منځنۍ اسیا سره اړیکې او د افغانستان وضعیت د نوي ډیلي د دغې غونډې له لومړیتوبونو څخه او د بحث له عمده موضوعاتو څخه اعلان شوي دي.

هندي رسنیو تایید کړې ده، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به د جولای په څلورمه نن د شانګهای د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي.

هغه هېوادونه چې په شنګهای غونډه کې بلنه ورکړل شوي

د شانګهای د همکارۍ سازمان ټولو غړو هېوادونو لکه چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ته په دې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو طالبان چې د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي، په دې غونډه کې به برخه ونه لري او نه هم بلنه ورکړل شوي ده.

تمه کیږي، چې په دې غونډه کې به ایران ته د شانګهای سازمان د رسمي غړیتوب اعلان هم وشي.

له افغانستان څخه ورپېښ خطرونه

د سیمې هېوادونه له افغانستان څخه دوی ته د تروریستي خطرونو د پېښیدو او نیشه یي توکیو د قاچاق اندیښنې بیا- بیا مطرح کوي، خو طالب رژیم یې اندیښنې نه تاییدوي او د همکارۍ ډاډ ورکوي. خو له دې سره، سره څو ورځې وړاندې د ملګري ملتونو د نشه يي توکو پرضد ادارې او د ایران چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د نشه یي توکو پلور، قاچاق کول او نور مسایل ډېر شوي چې د سیمې هېوادونو ته یې په یاده برخه کې خطرونه پېښ کړي او اندېښمن کړي دي.

نور ولولئ: د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې پیل شو

طالبانو بیا- بیا دا غوښتنه هم کړې ده، چې د افغانستان په اړه بحث لرونکو غونډو کې دې د دوی استازي وبلل شي، خو د دوی  د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو له امله ډېر ځله سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو دا غوښتنه نه ده منلې.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان له سرحدونو د داعش له خطر څخه اندېښنه څرګنده کړي وه او تاجکستان له همدې ویرې پر پوله نوي پوستې جوړې کړې، خو طالبان بیا وايي چې له افغان خاورې به هېڅ هېواد ته خطر نه وي او دوی به هر هغه ډله له منځه یوسي چې نړۍ ته تهدید وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button