تجارت خبرونه

افغانستان ته د پیسو پر لېږدولو بندیز د میلیونونو خلکو ژوند ته خطر پېښ کړی

په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي، افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد کې د لویدیځوالو مالي بندیزونو له کبله په دې هېواد کې میلیونونه کسان له هغو مرستو بې برخې دي چې په بېړنۍ توګه ورته اړتیا لري. د کډوالو لپاره د ناروې شورا ‘این ار سی ‘ په رپوټ کې ویل شوي، تر هغه به میلیونونو اړمنو کسانو ته رسېدل ګران وي، چې د امریکا خزانې وزارت او مرستندویه ادارې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد ته زمینه برابره نه کړي. د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالو مالي ادارو د افغانستان شتمنۍ او د مرستو لپاره ځانګړې شوې پانګه کنګل کړې، چې ډېره برخه یې په امریکا کې ده.

ملګرو ملتونو له دې مخکې ویلي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د نغدو پیسو انتقال ته باید لارې، چارې ولټول شي، چې د بشري ناورین مخنیوی وشي. بل لور د این ار سي په تازه رپوټ کې ویل شوي، د افغانستان بانک او نورو بانکونو له بنسټیزو فعالیتونو بېرته فعالېدو پرته د نغدو پسو لېږد ته زمینه برابرېدل ستونزمن دي. په رپوټ کې د نغدو پیسو لېږدولو لپاره شته لارې، چارې ارزول شوې دي او د رپوټ چمتو کوونکو په وینا له دې یوه هم د خوندیتوب او ارزانۍ له بنسټیز معیار سره سمون نه خوري. د رپوټ چمتو کوونکو په وینا اوسمهال ځايي مرستندویان او خپله افغانان دې میکانیزم ته لاسرسی نه لري چې له کبله یې وضعیت خورا ناوړه بڼه غوره کړې ده.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

په رپوټ کې له افغان بانکونو د نغدو پیسو ترلاسه کولو لړ کې شته خنډ او ځنډ هم د مرستندویانو لپاره یوه ستونزمنه چاره بلل شوې. ملګرو ملتونو تېر نومبر کې خبرداری ورکړ چې که د افغانستان له بانکي نظام سره مرسته و نه شي، داسې احتمالي خطر شته، چې په څو میاشتو موده کې به دا نظام ویجاړ شي. د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې ‘یو این ډي پي ‘ هغه مهال په یوه رپوټ وویل، د بانکي نظام نړېدو او د دې له کبله رامنځته شوی ټولنیز اغېز به’ خورا ستر’ وي.

واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې هم د افغانستان بانکي نظام وله ستونزو سره مخامخ و، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته بهرنۍ مرستې بندې شوې او د نغدو پیسو ترلاسه کولو لپاره د بانکونو مخکې د خلکو اوږده کتارونه د دې لامل شول، چې پر بانکي نظام فشار ډېر شي، د نغدو پیسو ورکړې لپاره محدوده کچه وټاکل شي او ورسره په دې هېواد کې مالي ستونزه لا زیاته او پېچلې شوه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button