اقتصاد او سوداګري

افغانستان د اوړو برخه کې ۶۰ سلنه خودکفا شو

اړوند خبرونه: 

د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون

په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې

افغانستان د اوړو برخه کې ۶۰ سلنه اړتیاوې له کورني تولید پوره کوي چې اقتصادپوهان دا لویه لاسته راوړنه بولي

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې افغانستان اوسمهال د اوړو شاوخوا ۶۰ سلنه اړتیاوې له کورني تولید پوره کوي.

یادې ادارې زیاته کړې چې ؛ افغانستان په کال کې شاوخوا ۶ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې ۳.۵ میلیون ټنه یې په هېواد کې دننه تولیدیږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې؛ اوسمهال په هېواد کې د نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو په پانګونه د اوړو د تولید ۲۰۰ فابریکې فعالې دي او په دې ۲۰۰ فابریکو کې ۲ زره ۵۰۰ کسان هره ورځ کار کوي.

د یادې ادارې مسوولانو ویلي، چې د اړتیا وړ یو میلیون ټنه اوړه دا ۲۰۰ فابریکې او پاتې نور سیمه‌ییزې کارخونې تولیدوي.

سرچینې ويلي، چې طالبان د غنمو او اوړو وارداتي تعرفې د اوړو د سکټور د پیاوړي کولو لپاره کمې کړي، چې نه یوازې له بزګرانو ملاتړ کوي، بلکې د غنمو د قاچاق مخه هم ورسره نیول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حاصلاتو په موسم کې د کورنیو غنمو پېر په مناسب قیمت تضمین او د بازار اړتیاوې پخپل وخت پوره کیږي.

ليكوال

  • احمد ضیا شنواری

    احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

دا هم ولولئ:  د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو استخراج پیل شو

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button