نړیوال خبرونه

افغانستان د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا کې د غړیتوب لپاره سیالي کوي

د افغانستان دایمي استازی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د غړیتوب لپاره نوماند دی.

نصیر فایق

د نصیر فایق په وینا، افغانستان د دغې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره له پنځو نورو هېوادونو سره سیالي کوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د درې کلونو لپاره ګټوونکو هېوادونو ته سپارل کېږي. ټاکل شوې ده چې د هغو شپږو هېوادونو له منځ چې افغانستان هم په کې شامل دی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څلورو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره سره سیالي وکړي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولی 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي:«د دغې شورا اهمیت په دې کې دی چې د بشري حقونو د ودې او ساتنې لپاره د هېوادونو وړاندیزونه او سپارښتنې عمومي اسامبلې ته وړاندې کوي او په دغې شورا کې غړیتوب د هېوادونو لپاره مهم دي. بل خوا په ژنیف، اسلو او اسټرالیا کې د افغانستان استازولیو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره په دې شورا کې د افغانستان د غړیتوب د غځېدو غوښتنه کړې ده

نور یی ولوله | د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له اسلامي امارته د نجونو د ښوونځيو پرانیستل غواړي

نور یی ولوله | نېکلاسون: مرستندویه مملکتونه دې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړی

د سیاسي چارو شنونکی

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي څرګندوي:«هیله لرو چې یوه ورځ افغانستان د اسلامي قوانینو او بشري حقونو د ځلېدو مرکز وي د دې سربېره چې دلته د افغانستان چانس کم دی. اخوا د اسلامي امارت ویاند له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وايي:«له ملګرو ملتونو سازمانه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ حکومت په رسمیت وپېژني ځکه موږ هم د ملګرو ملتونو سازمان غړي یوو او د نړۍ مهم هېواد یوو او د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ کال کې جوړه شوه. د دې شورا اصلي ماموریت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د فعالیتونو همغږي او د بشري حقونو د مسایلو په تړاو د نړۍوالو همکاریو پیاوړتیا ده.دغه شورا ۴۷ غړي لري چې هر درې کاله وروسته د نویو غړو د ټاکلو لپاره رای اچونه کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button