نړیوال خبرونه

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له اسلامي امارته د نجونو د ښوونځيو پرانیستل غواړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش

د اکټوبر ۱۱مه د ماشومو نجونو له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله، د ملګرو متلونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوترش، په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکی شو ښاغلي ګوټرش په یوه ټویټ کې په افغانستان کې له زده کړو د نجونو د محرومېدو په هکله اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

په افغانستان کې د بې وزلۍ

خو په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې له زیاتوالي سره، ځينې ماشومې په دغه هېواد کې د بې وزلۍ له امله درانه کارونه کوي. نازدانه خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره د سړک پرغاړه توکي پلوري. دا دولس کلنه ده او له ښوونځي وروسته د کابل په واټونو کې کار کوي. نازدانه وايي، چې د اته کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابرونکې ده او په ورځ کې تر ۱۰۰ افغانیو عاید لري.

نور یی ولوله | نېکلاسون: مرستندویه مملکتونه دې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړی

نور یی ولوله | ملا صیب هبت الله د شریعت د تطبیق او د فرمانونو عملي کېدو سپارښتنې

نازدانه

 نازدانه وايي:«موږ اته کسه یوو او پلار مې هم بې کاره دی، موږ یوه باروړنکې کراچۍ لرو او کله مې پلار او کله مې هم تره کراچۍ وړي او کار کوي. په دغو واټونو کې نورې کوچنۍ نجونې هم د نازدانې له برخلیک سره مخ دي او مجبورې دي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کار وکړي. بله کارګره ملالۍ هم وايي:«زه په خپله سیمه کې اوبه پلورم او عاید مې د ورځې ۵۰ افغانۍ دی

د ټولنیزو چارو وزارت مرستیال

اخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال وایي، چې دغه وزارت هڅه کوي چې د مرستندویو بنسټونو مرستې د ماشومانو د ملاتړ لپاره ولګوي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت څرګنده کړه:«ځيني بنسټونه دي له هغې ډلې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق او ځينې نورې موسسې هم شتون لري چې د ماشومانو په برخه کې هغوی کار کولو ته چمتو دي. یو شمېر کارپوهان وایي، چې په افغانستان کې ماشومان د بې وزلۍ له امله درانه کارونه کوي او اړ دي چې خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button