افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ واستولې
افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ واستولې سر چینی وايي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوه نیم زره لاریو خپل سوداګریز توکي د ایران له لارې منځنۍ اسیا ته ټرانزیټ کړی چې دا یوه لوړه شمېره په ګوته کوي
د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیتي توکو کچې زیاتوالی موندلی دی.ایراني چارواکي وایي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې،څه باندې دوه نیم زره لاریو،سوداګریز توکې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته ترانزیت کړي چې د تیر کال ورته مودې په پرتلې سره،اولس سلنه زیاتوالی ښیي.د سوداګری مسولین وايي چې باید د ټرانزیټ امنیت په سمه توګه ونیسي ترڅو دغه مال خراب نشي او مزکري اسیايي ملکونو ته شالم او سم ولېږدږل شي.
اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي
دا راپور پر داسې مهال خپریږي چې موده وړاندې له پاکستان سره د افغانستان د راکړې ورکړي او ټرانزیټ د کمښت یادونه سوې وه او ویلي سوي وو چې ۶۰سلنه دا سوداګري کمه سوې او خلک د نورو هېوادونو نه تجارت نه کوي بلکه دويي په کور کې دننه سیانو ته ترجیخ ورکوي.عام وګړي هم وايي چې باید د نورو ملکونو د شیانو پرځای حپل مسولاتو او شیانو باندې کار وشي ترڅو مونږ په ځان بسیا شو.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې دا کمښت د کرونا ناروغۍ د رامنځ ته کیدلو له وجې رامنځ ته سوی د دې خونې مرستیال یونس مومند وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو له بندېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټکنۍ سوې دي.او ډېر سوداګر دې ته اړ شوي چې دغه هېواد سره تجارت کم کړي.
د ښاغلي یونس په خبره نور کلونه به شاوخوا ۲۰۰۰ بار موټر پاکستان ته تلل خو سږ کال دا شمېره نژدې ۹۰۰ ته کښه سوې ده، او دا ستونزه د افغان تلوونکو موټرونو د پلټنې په نوم زیات وخت باندې مصرفیږي چې ستونزې يې رامنځ ته کړې دويي وايي چې د سوداګری کمښت یوه وجه د کرونا ویروس ډؤېر والی هم دی او حلک نشي کولی چې پراخه کجه سوداګري وکړي.