Uncategorized

افغانستان کرېکټ نړیوال ستوری راشد خان یو ځل بیا د ښو بالرانو د جدول په سر کې

راشد خان دا ځل بیا هم د غوره توپ اچوونکو د لېست په سر کې ځای خپل کړ او غوره بالر بلل شوی دی

د کرکټ نړیوالې شورا “ICC” پرون (چهارشنبه د لیندۍ ۷مه) د نړۍ د غوره لوبډلو او غوره لوبغاړو تازه درجه‌بندي اعلان کړه، چې په کې راشد خان د ۶۸۷ امتیازونو په ترلاسه کولو او د یوې درجې په پورته کېدو سره یو ځل بیا د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په سر کې ځای خپل کړ.

راشد خان په دې درجه‌بندۍ کې د یو ورځنیو نړیوالو یا “۵۰ اوریزو” سیالیو د بالرانو یا توپ اچوونکو په برخه کې یوه درجه پورته شو او د پښتونخوا له شاهین اپریدي څخه وړاندې شو. د جنوبي افریقا لوبغاړی کیشاف مهاراج له راشد خان او شاهین اپریدي وروسته د نړۍ درېیم غوره توپ اچوونکی شو.

د راشد خان غوره بالېنګ

هیټریک د کرکټ په اصطلاح کې په دریو پرله پسې توپونو د دریو لوبغاړو سوځولو یا اوټ کولو ته وايي. راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندي په اساس، د ۲۰ اورونو په نړیوالو لوبو کې لومړی ځای لري.

راشد خان له څو کلونو راهېسې په دغه لیګ کې لوبېږي خو دا یې لومړی ځل و چې هیټریک یې وکړ. دغه افغان لوبغاړی د ګجرات ټایټنز په لوبډلې کې لوبېږي او نن د خپلې لوبډلې کپتان هم و.

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

همدارنګه، د افغانستان بل لوبغاړی محمد نبي د “آلرونډرانو” په برخه کې خپل لومړی ځای ساتلی، او راشد خان هم په دې برخه کې د نړۍ په درېیم ځای کې پاتې شوی دی.

afghan 2024 11 28t103414.700
د افغانستان مخکښ توپ وهونکی رحمن الله ګربز

په شل اوریزو سیالیو کې، د هند لوبغاړی جسپریت بومرا د ۸۸۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دوو درجو په پورته کېدو سره د سر ځای خپل کړ. د سویلي افریقا ربادا یوه درجه ښکته شو او دویم ځای یې ترلاسه کړ.

رحمان الله ګربز او په لېست کې د هغه ځای

افغان توپ وهونکی رحمان الله ګوربز، په خپل ځای کې پاتې شوی او په ۵۰ اوریزو سیالیو کې د توپ وهنې په برخه کې د نړۍ په اووم ځای کې دی، او په شل اوریزو کې لسم ځای لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټیمي درجه‌بندۍ کې په درې واړو برخو (شل اوریزې، ۵۰ اوریزې، او ټیسټ) کې په خپل حال پاته شوې. افغانستان په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د نړۍ اتم، په شل اوریزو کې لسم، او په ټیسټ سیالیو کې دوولسم ځای لري.

د افغانستان لوبډلې د ټیست لوبو ډېر لږ چانس موندلی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button