افغانستان کې اقلیمي بدلون؛ IOM د بشري اړتیاوو د زیاتېدو خبرداری ورکړ

افغانستان کې اقلیمي بدلون د طبیعي پېښو کچه لوړه کړې او له همدې امله د بشري مرستو اړتیاوې هم زیاتې شوې دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وایي، د وروستیو اقلیمي بدلونونو له امله ډېرې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ شوې دي.
د دغه سازمان په وینا، د وچکالۍ، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د زیاتېدو له امله هر کال د مرستو اړتیا لوړېږي، خو مرستندوی بنسټونه د مالي سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخ دي.
افغانستان کې اقلیمي بدلون د مرستو اړتیاوې زیاتې کړې
IOM وايي، د طبیعي پېښو د تکرار او شدت له زیاتېدو سره د هغو کسانو شمېر هم ډېر شوی چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د سازمان په باور، اوسني امکانات د ټولو زیانمنو کورنیو اړتیاوې نه شي پوره کولی.
دغه بنسټ په خپل بیان کې، چې په اېکس (X) کې یې خپور کړی، ویلي چې د نړیوالو تمویلوونکو په مالي ملاتړ او د خپلو شریکانو په همکارۍ زیانمنو سیمو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي.
سازمان زیاته کړې چې د مرستو په وېش کې هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکوي چې د افغانستان کې اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له امله یې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.
نړیوال ملاتړ ته اړتیا
د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان کې اقلیمي بدلون اغېزې ورځ تر بلې پراخېږي او د زیانمنو خلکو اړتیاوې هم ورسره زیاتېږي. د سازمان په وینا، د نړیوالو مرستو دوام کولی شي له ډېرو اړمنو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي.



