افغانستان کې سږنی اوړی؛ د النینو څپه د تودوخې د زیاتوالي او اقلیمي ننګونو خبرداری ورکوي

د افغانستان د هواپېژندنې ملي اداره وایي، افغانستان کې سږنی اوړی به د «النینو» (El Niño) اقلیمي پدیدې تر اغېز لاندې وي او تمه ده چې د جولای او اګسټ په میاشتو کې د هېواد په ډېرو سیمو کې د هوا تودوخه د معمول په پرتله لوړه شي. د ادارې په وینا، دا وضعیت به د خلکو پر ورځني ژوند، کرنې، اوبو او چاپېریال پراخې اغېزې ولري.
چارواکي خبرداری ورکوي چې افغانستان لا له وړاندې د اقلیمي بدلون له امله د لوړې تودوخې، بېوخته ورښتونو او سختو طبیعي پېښو تجربه لري، او د النینو راتګ ښایي دا ستونزې نورې هم زیاتې کړي. افغانستان کې سږنی اوړی
النینو څه ده او افغانستان کې سږنی اوړی به څنګه اغېزمن کړي؟
النینو یوه طبیعي اقلیمي پدیده ده چې د ارام سمندر په مرکزي او ختیځو برخو کې د اوبو د غیرعادي تودوخې له امله رامنځته کېږي. د دې پدیدې اغېزې یوازې د سمندر تر ساحلونو نه محدودېږي، بلکې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د هوا بڼه بدلوي.

کارپوهان وایي، النینو په ځینو هېوادونو کې د وچکالۍ، په ځینو نورو کې د سېلابونو او په ګڼو سیمو کې د تودوخې د غیرعادي لوړېدو لامل کېږي. د افغانستان د هواپېژندنې ملي اداره هم اټکل کوي چې افغانستان کې سږنی اوړی به د همدې پدیدې له امله د تېرو کلونو په پرتله تود وي.
د هواپېژندنې اداره: د پرمختللو نړیوالو سیستمونو له لارې وړاندوینې کوو
د افغانستان د هواپېژندنې ملي ادارې مشر محمد نسیم مرادي وایي، د ادارې اساسي دنده دا ده چې خلک پر وخت د احتمالي اقلیمي بدلونونو او خطرونو څخه خبر کړي.
د هغه په وینا، اداره د اروپايي او جنوبي اسیا د پرمختللو هواپېژندنیزو ماډلونو او سیستمونو څخه ګټه اخلي. نوموړي وویل چې دوی د ECMWF اروپايي سیستم، د جنوبي اسیا د اقلیمي ماډلونو او د WRF وړاندوینې سیسټم له معلوماتو څخه استفاده کوي، چې د درېیو میاشتو تر مخه د هوا د وضعیت اټکل هم ممکنوي.
مرادي زیاته کړه چې د هواپېژندنې متخصصان په ۲۴ ساعته ډول فعالیت کوي او هره ورځ د هېواد د هوا اړوند تازه وړاندوینې او خبرداریانې له خلکو سره شریکوي.
نړیواله همکاري او د خلکو لپاره سپارښتنې
د هواپېژندنې ادارې د مشر په وینا، افغانستان د هواپېژندنې د نړیوال سازمان (WMO) غړی دی او له ۱۹۲ غړو هېوادونو سره په دوامداره توګه د معلوماتو او وړاندوینو تبادله کوي. همدارنګه، اداره د جنوبي اسیا له هواپېژندنیزو بنسټونو سره هم منظمې ناستې او تخنیکي همغږي لري، څو د وړاندوینو دقت لا لوړ شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د هواپېژندنې ادارې خبرداریانې جدي ونیسي او د اړوندو ادارو سپارښتنو ته پام وکړي، ځکه د تودوخې زیاتوالی د عامې روغتیا، اوبو او کرنیزو فعالیتونو لپاره جدي ننګونې رامنځته کولای شي.

د لوړې تودوخې احتمالي اغېزې
راپورونه ښيي چې افغانستان کې سږنی اوړی ښایي د واورو د چټک ویلي کېدو لامل هم شي، چې دا به د اوبو پر زېرمو، سیندونو او کرنیزو سرچینو مستقیم اغېز وکړي. سربېره پر دې، د لوړې تودوخې دوام د وچکالۍ خطر زیاتوي او د کرنیزو حاصلاتو پر کچه منفي اغېز پرېښودلای شي.
کارپوهان ټینګار کوي چې افغانستان لا له وړاندې د اقلیمي بدلون له جدي اغېزو سره مخ دی. د وروستیو کلونو بېوخته بارانونه، سېلابونه، وچکالۍ او د هوا د تودوخې پرلهپسې زیاتوالی ښيي چې د اقلیم بدلون د هېواد پر طبیعي سرچینو او د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لري.
راپورونه ښيي چې افغانستان کې سږنی اوړی ښایي د واورو د چټک ویلي کېدو لامل هم شي، چې دا به د اوبو پر زېرمو، سیندونو او کرنیزو سرچینو مستقیم اغېز وکړي. سربېره پر دې، د لوړې تودوخې دوام د وچکالۍ خطر زیاتوي او د کرنیزو حاصلاتو پر کچه منفي اغېز پرېښودلای شي.
د هغوی په باور، که د اوبو د مدیریت، کرنیزو تدابیرو او عامه پوهاوي لپاره لازم ګامونه پورته نه شي، نو افغانستان کې سږنی اوړی به د تودوخې ترڅنګ د اوبو، کرنې او چاپېریال لپاره هم نوې ستونزې رامنځته کړي.




