سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

افغانستان کې بې وزلي؛ ۳.۲ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

د م.م. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، ۳.۲ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د پیل راهیسې یې تراوسه څلور میلیونو ښځو او ماشومانو ته د ځانګړې تغذیي خواړه برابر کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ اګسټ درییم(زمري ۱۲) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دغو څلور میلیونو ښځو او ماشومانو ته دا ځانګړي خواړه د خوارځواکۍ د مخنیوي او یا هم ددغې ناروغۍ د درملنې لپاره برابر شوي دي.

له بودجې د کموالي له امله نړیوالې ټولنې ته شکایت

د ملګروملتونو دغې ادارې تیره میاشت ویلي و، چې که ورسره نړیواله ټولنه مرستې ونکړي نودا پروګرام به د اکتوبر د میاشتې وروسته په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره بودیجه ونلري.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي د جون ۳۰ ( چنګاښ نهم) رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمبود په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې د اکتوبر میاشتې وروسته په دغه هیواد کې د خپلو پروګرامو د تمویل لپاره هیڅ پیسې نلري.

نور ولولئ: افغانستان سره تر دې دمه تازه څومره مرستې شوې دي ؟

اګست میاشت کې مرستې کمېږي

د رویټرز د خبري اژانس د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې ویلي، چې د مرستو کمیدل به د اګسټ په میاشت کې پیل شي او د سپټمبر په میاشت کې به مرستې لا کمې او د اکتوبر په میاشت کې به بندې شي.

میرمن شا و وې لي، وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو اوسنیو پروګرامونو د دوام لپاره د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې پورې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

نور ولولئ: افغانستان کې خوارځواکي ۴۷ سلنه زیاته شوې

نور ولولئ: سيګار: د امریکا نغدي مرستې کیدای شي د طالبانو لاس ته ورشي

په عین حال کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” د چهارشنبې په ورځ اګسټ دوییم(زمري ۱۱) په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو پروګرام د پام وړ۱.۳ ملیاردو ډالرو د بودیجې د کمبود سره مخ دی.

اوچا ویلي، چې د مرستو د کمیدو وروسته یې د ۱۳ میلیونو کسانو ته د خوړو د مرستو رسول پنځه میلیونو کسانو ته را کم کړي دي.

همداشان اوچا ویلي، چې افغانستان کې د مرستو د کمیدو وروسته ۲۶۲ روغتیايي مرکزونه بند شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button