سات تيري

افغانستان کې د تودوخې درجه ۱.۸ ته لوړه شوې

ننګرهار پوهنتون کې د قلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې ویل شوي چې دلته د تودوخې درجه ۱.۸ ته لوړه شوې ده

د افغانستان په ختیځ‌ ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون “نړیوال کنفرانس” پیل شوی چې درې ورځې به روان وي. دغه کنفرانس ته د طالبانو د مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر په ګډون نور چارواکي هم ورغلي دي.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره کې د اقلیمي بدلون برخې مشر روح الله امین په دغه کنفرانس کې د افغانستان اقلیم ته ور پېښودونکې ستونزې “خورا وېجاړونکې” وبللې.

نوموړي وویل، په دغه هېواد کې د تودوخې درجه “یوه اعشاریه ۸ ته لوړه شوې ده.‌”

پر افغانستان د سختې ګرمۍ د څپې راتګ

په ۲۰۱‍۵م کال کې په پاریس کنفرانس کې د نړۍ مشرانو ژمنه کړې وه چې هڅه به کوي د اوږد مهال لپاره د تودوخې درجه له ټاکلي حد یعنې یو اعشاریه پنځه سانتي ګراد نه لوړه نه شي چې د هغو زیانونو مخه ونیول شي چې له دې برخې نړۍ ورسره مخ کېدونکې ده.

ښاغلی امین وايي،‌ “د اقلمي بدلون له امله د ګرمۍ سختې څپې پر افغانستان راغلې، سیلابونه راوتلي دي، د کمسارو سیلابونو له امله د سلګونو میلیونو ډالرو تاوانونه هرکال اوړي.”

نور ولولئ: طالبان په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړوي

نور ولولئ: خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو نوی امر

همدا وړمه ورځ‌ د اروپايي ټولنې د هوا حالاتو نړیوال سرویس په خپل رپوټ کې ویلي‌ و، چې نړیواله تودوخه تېر ټول کال کې د سانتي ګراد په کچه له یو اعشاریه پنځو نه لوړه شوې ده.

د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر وايي، د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې یو میلیو خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي

gf j23 xuaefply
ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ګډوال

افغانستان ته د صنعتي چارو صدمه

د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر بیا له نړیوالو غوښتنه وکړه، صنعتي هېوادونه دې افغانستان ته د هغه څه “حق ورکړي” چې د صنعتي چارو له امله یې افغانستان ته زیان رسېدلی دی.‌

“له نړیوالو غواړو هغه صنعي هېوادونو موږ ته هغه حق راکړي‌ چې ضرر یې موږ ته رسېدلی دی او موږ سره باید مرسته وکړي.”

نوموړی وايي،‌ د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې یو میلیون خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوي. دی زیاتوي، د طالبانو حکومت د اقلیمي بدلون د مخنیوي هڅو کې امر کړی چې په ټول هېواد کې ځنګلونه ونه وهل شي.

د ننګرهار پوهنتون چارواکو بي‌بي‌سي پښتو پاڼې ته ویلي،‌ په دغه کنفرانس د کورنیو پوهانو تر څنګ به د شاوخوا شلو بهرنیو کارپوهانو مقالې هم ولوستل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button