نړیوال خبرونه

افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا له اوم تر دوولسم ټولګي ښوونځي له زدکړو د نجونو د محرومولو ۶۰۰ ورځې پوره کېږي

که څه هم له نړیوالو له فشارونو سره سره یو شمېر طالب چارواکو ویلي: پر یوې طرحې کار روان دی او وايي “د دغو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي” خو لا تر اوس یې خپله دا خبر نه ده عملي‌ کړې.

د نجونو ښوونځیو په تړاو د طالب چارواکو دغه دریځ ګڼ شمېر افغان نجونې ناهیلې کړې دي او ځینې خو اړ شوې چې د زدکړو لپاره له کورنیو سره یو ځای له افغانستانه ووځي.

نور لولئ: شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي (afghannow.net)

په افغانستان کې د طالبانو پر بیا واکمنېدو څه باندې شل میاشتې واوښتې. دوی په دې موده کې تر بل هر څه ډېر فرمانونه او سپارښتنې، پر ښځو د بندیزونو په تړاو صادر کړي دي.

له زدکړو د نجونو د بې برخې کولو په اړه یې لومړی ګام د پوهنې وزارت عملي کړ.

نور ولولئ: له شپږم ټولګي تازه فارغې شوې نجونې د خپلو زده‌کړو دوام ته اندېښمنې دي

طالب چارواکو هغه مهال نارینه زدکوونکو ته ښوونځيو ته د تګ اعلامیه خپره کړه خو د نجونو ښوونځیو هېڅ یادونه ونه شوه چې بیا له هماغې ورځې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.

په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې د افغان حکومت تر څنګ ګڼو بهرنیو خیریه ټولنو هم د نور چارو تر څنګ د پوهنې په برخه کې کار کړی دی

سویډن کمېټه یو له هغو څخه ده. دغې کمېټې د روان کال مارچ په ۲۶ نېټه د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل غیرعادلانه او د نجونو او ښځو پر بنسټیزو حقونو برید بللی دی او پر واکمنو چارواکو یې غږ کړی چې سمدلاسه په ټولو درجو کې د نجونو او هلکانو، ښځو او نارینه وو لپاره د زدکړو مرکزونه بېرته پرانیزي او د افغانستان د پرمختګ د یوې اړینې برخې په توګه د پوهنې په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي.

نور لولئ: ټولنیزو رسنیو کې “پرېږدی افغان نجونې زده‌کړي وکړي” کمپاین پای

دغې کمېټې ویلي “له زدکړو څخه د نجونو منع کول د مذهب یا دود په ګډون په هېڅ دلیل توجیه نلري.”

د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو له امله یو شمېر نجونو دیني مدرسو او شخصي کورسونو ته هم مخه کړې او یو شمېر نورې بیا پټو ښوونځیو ته ځي

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د زده کړو په برخه کې پرمختګونه له مهمو لاس ته راوړنو بلل کېږي چې ډېرو په باور اوس د له منځه تلو له خطر سه مخ دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button