نړیوال خبرونه

شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي

د ماشومانو د ژغورنې نړېوالې ادارې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پېلېدونکی دی، خو طالبان لا هم پر خپل دریځ کلک ولاړ دي.

راتلونکې اوونۍ په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پيلیږي، خو طالبانو لاهم تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړلې دي.

په ورته مهال ملګرو ملتونو ويلي چې افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد دی.

د ماشومانو د ژغورنې نړيوالې ادارې یا Save the Children International په خپله وروستی اعلامیه کې ویلي چې د ۱۸ میاشتني بندیز په پایله کې شاوخوا ۳ میلیونه نجونې له زده کړو پاتې شوې دي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: د نجونو او ښځو محرومیت د افغانستان د ودې مخه نیسي

د ماشومانو د حقونو د دفاع دغه سازمان وايي، د نجونو پر زده کړو او تحصیل د بندیز له دوام سره هم مهاله د ماشومانو ودونه ډېریږي، نږدې نیمايي راتلونکي نسلونه له کاري ځواکه لویږي، کورنۍ به لا نورې ډېرې بې وزلې شي او د هېواد په راتلونکي به ویجاړوونکې اغیزې پریږدي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې ډېر ژر دې ټولو نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي چې د مارچ په ۲۱مه خپلو ښوونیزو مرکزونو ته وروګرځي.

هاخوا د چارو کتونکي وايي چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو دریځ افغانستان په نړېواله کچه منزوي کړی

يوه افغان استاد ويلي : “که په ټولنه کې د افغان ښځو مثبت کردار وي، که هغه په سیاست کې دی، که هغه په ټولنه کې دی او که هغه د ټولنې په رهبرۍ کې دی، کله چې ارزښت ورنه کړل شي، دا د افغانستان د محتاجۍ سبب کیږي، دا به افغانستان؛ پاکستان، ایران، سیمي او ټولې نړۍ ته محتاج او په لویه کې په انزوا کې وساتي. پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار بندیز د شته سرپرست حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړی. زموږ دین، زموږ کلتور، تاریخ او ټول ارزښتونه د ښځې له تعلیم، د ښځې له کار او په ټولنه کې د ښځې له مثبت رول څخه ملاتړ کوي، نو کله چې د ښځې له کار او زده کړو په دومره لوړه کچه حمایت موجود وي، نو کوم دلیل او څه د دې سبب کیدای شي چې ښځې باید کار او تعلیم ونه کړي؟»

دا څرګندونې داسې مهال کيږي چې تازه د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی چې د اسلامي فقهې په رڼا کې له نړېوالې ټولنې سره په همغږۍ غواړي افغانستان ته پلاوی واستوي چې طالبان د ښځو پر کار او زده کړو قانع کړي.

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې د یونسکو سازمان د زده کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم کړه.

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ویلي، چې ځانګړي استازي یې تردې وړاندې هم طالب چارواکو ته د ښځو د زده کړو او کار په اړه د پریکړې په هکله له سره د کتنې پيغام ور رسولی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button