نړیوال خبرونه

افغانستان کې د نس ناستی ناروغي په ډېرېدو ده.

په کابل کې د ساري ناروغیو روغتون

په کابل کې د انتاني روغتون ډاکټران وايي، په هېواد کې د هوا له ګرمېدو او په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو له راوتلو سره سم، د شدیدې نس ناستي یا اسهالاتو ناروغان ډېر شوي دي

اوبو او صحي خوړو ته د لاسرسي نشتوالی

دوی د دې ناروغۍ د ډېرېدو لامل اوبو او صحي خوړو ته د خلکو نه لاس‌رسی بولي او زیاتوي چې هره ورځ له سلو ډېر ناروغان دې روغتون ته ور وکړل کېږي. په کابل کې د انتاني روغتون متخصص روزونکي فریدالله عمري وايي: «هره ورځ له سلو تر یو سلو دېرشو پورې په نس ناستې ناروغۍ اخته کسان زموږ روغتون ته راوړل کېږي. د خدای په فضل د دوی درملنه کېږي، خو په‌ دوی کې نارینه او ښځینه هم شاملې دي چې ورځ تر بلې یې شمېر په ډېرېدو دی.

د اسهال د ناروغانو مخ په ډیریدو

د دې روغتون ډاکټرانې د نس ناستي د ناروغانو له ډېرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره له عامې روغتیا وزارته غواړي چې له دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي. د انتاني روغتون د ښځو د څانګې مشرې فريده قادري وايي:د عرفې ورځ ۲۰ پېښې، د اختر په لومړي ورځ ٢٨ پېښې، د اختر په دویمه ورځ ٣٥ پيښې او د اختر په درېيمه ورځ ٣٧ د نس ناستې پېښې ثبت شوي دي او نن چې د ورځې نیمایي تېریږي تر دې دمه شل پېښې ثبت شوي دي

نور یی ولوله | د متحده عربی اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید خپل ولس ته وینا وکړه.

نور یی ولوله | د کانکور ازموینې ناڅرګندې نېټې زده‌کونکي اندېښن کړي

ناروغان د زياتوالي لامل اقتصادي ستونزې بولي

ورته مهال یو شمېر هغه ناروغان چې دې روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي، د دې ناروغې د ډېرېدو اصلي لامل اقتصادي ستونزې ګڼي. یو ناروغ عبدالبصیر وايي: «له اختر یوه ورځ وړاندې مې یو ګیلاس د ګني اوبه وڅښلې، سبا ته راته نس ناسته پیدا شوه، بیا مې دارو واخیستل، خو ګټه یې و نه‌کړه

د عامې روغتیا وزارت

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت وايي، یوازې په هلمند ولایت کې د کولرا له امله تر ۱۵ ډېر کسان مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «په هلمند او کندهار کې چې کومه پېښه رامنځ‌ته شوې وه، موږ له سلو څخه پورته داسې ناروغان درلودل چې هغوی په شدید اسهالاتو باندې اخته و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button