نړیوال خبرونه

افغانستان کې د نوي حکومت راتګ او ورسره اقتصادي ستونزې

افغانستان نور هم له بېوزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی

د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدلو او د تېر حکومت د پرځېدو په پایله کې د جګړه ځپلي افغانستان وګړي لا نور له بېوزلۍ او له بدو اقتصادي شرایطو سره مخامخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د پراختیا ادارې یا (UNDP) ویلي، په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۹۰ سلنې ته لوړه شوې او د سړي سر کلنی عاید له ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ۳۵۰ ته رالوېدلی دی

بهرنۍ مرستې، په بانکونو بندیز او د افغانستان د شتمنیو کنګل کول

د بهرنیو مرستو درېدو، پر بانکونو بندیزونو او د افغانستان د شتمنۍ کنګلول پر دغه اقتصادي کړکېچ څه اغېز کړی او د عامو خلکو ژوند یې له څه ډول کړاو سره مخ کړی په دې لړ کې عبیدالله حسام پر افغانستان د طالبانو د واک د یو کلنۍ په مناسبت د رپوټونو په لړۍ کې همدې ته کتنه کړې ده.

زموږ اقتصادي ستونزې ورځ په ورځ زیاتېږي. روزګار نه پيدا کېږي، هر څه قیمته شوي، مشکلات ډېر زیات دي”، دا د یوه کابل میشتي خبرې دي چې دا شاوخوا شل کاله یې کاروزګار روان و خو وايي چې اوس هر څه بدل شوي او اقتصادي وضعیت یې خراب دی. دی وايي، پخوا یې په اسانه د ژوند لګښتونه پوره کولای شول او په یوه کرايي کور کې د ژوند کولو وس یې درلود خو اوس اړ شوی چې د خپلوانو په کور کې واړوي

نور یی ولوله | حقاني : مونږ د ولس ریۍتینې خدمت ته ژمن یو

نور یی ولوله | د نوي کابل پروژه کې درې نیم مېلیون تنو ته کورونه جوړیږي

دی زیاتوي، ” روزګار نه پيدا کېږي، روزمزد کار ډېر راته سخت شوی دی.، کارونه بيخي شته نه. مواد هر څه قیمته شوي. سوالګر هره ورځ زیاتېږي. الله دې رحم وکړي. مسولین دې توجه وکړي چې نرخونه کنټرول شي او موږ ته د کاروبار لپاره لارې چارې پيدا شي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره د خلکو اقتصادي وضعیت لوی ګوزار خوړلی او اوسنی اقتصادي کړکېچ د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدو، نړیوالو بندیزونو او په امریکا کې د افغانستان د شتمنۍ کنګلېدو له کبله رامنځ ته شوی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button