Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

افغانستان کې د کانګو وژونکي ناروغۍ د زیاتېدو اندېښنې

د روغتیا نړېوال سازمان په افغانستان کې د کانګو وژونکې ناروغۍ په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړي ده

د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کانګو (وینه بهوونکې ناروغي) مخ په زیاتېدو ده، او خلک باید ورته پاملرنه ډېره کړي.

دغه ناروغي چې له څارویو څخه انسانانو ته لېږدي، سخته تبه، ځان درد، سردرد، د سترګو سوروالی، کانګې او بیخوبي یې څرګندې نښې دي.

د روغتیا نړېوال سازمان د افغانستان څانګې نن پنجشنبه د (غبرګولي ۲۴مه) په ایکس پاڼه د یوې ويډیو له لارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کانګو وژونکې ناروغي مخ په زیاتېدو ده، او خلک باید ترې ځانونه وساتي.

دغه ناروغي څنګه انتقالېږي؟

دغه سازمان وايي، یاده ناروغي له څارویو انسانانو ته لیږدي چې په روغتیايي کارکوونکو، قصابانو، د څارویو په پالونکو او شپنو کې ډېره لیدل کیږي چې د څارویو حلالولو او پالنې پر مهال انسان ته لیږدي.

روغتیاپال یې نښې نښانې په انسان کې سخته تبه، ځان درد، سردرد، د سترګو سوروالی، کانګې، غوسې، د غاړې شخ پاتې کېدل، له رڼا وېره، د ګېډې درد، د بدن سستوالی او بیخوبي ښيي او سپارښتنه کوي چې له ژوندي او یا حلال شوي څاروي سره د نږدې کېدو پر مهال ماسک، لاس ماغو، عینکې، ساتونکې چپنه او جرابې وکاروي.

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

نور ولولئ: عامې روغتیا وزارت: تېر کال د کانګو ناروغۍ ۱۱۴ کسان مړه کړي

د روغتیا نړېوال سازمان په ایکس پاڼه د ډاکتر محمد عمر مشعل یوه ويډيو خپره کړې او هغه سپارښتنې کوي چې که پورته یادې شوې نښې نښانې په کوم انسان کې ولیدل شي نو ژر تر ژره دې روغتيايي مرکز ته ځان ورسوي.

afghan (48)
افغانستان کې د کانګو وژونکي ناروغۍ د زیاتېدو اندېښنې

د روغتیا سازمان سپارښتنې

هغه وايي، که چیرې یو روغ انسان د ناروغ انسان د وینې او د بدن په نورو مایعاتو ککړ شي نو دغه ناروغي ډېره ژر ورته لیږدي.

د روغتیا برخې کارپوهان وايي د دغې ناروغۍ ویروس د کنې په نوم د یوې خزندې له لارې د څارویو په واسطه د انسان بدن ته ننوځي.

د روغتیا نړېوال سازمان داسې مهال له کانګو وژونکې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې سپارښتنې کوي چې د نړۍ په اسلامي هیوادونو کې لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.

په دغه اختر کې خلک د اسلامي عقېدې له مخې د قربانۍ په پار څاروي حلالوي او په دې سره د انسانانو اړیکې له ژوندیو او حلالو شویو څارویو سره تر نور وخت ډېرې نږدې وي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button