افغانستان کې د کرنې پروژه؛ اروپايي ټولنې ۵ میلیونه یورو ځانګړي کړل

افغانستان کې د کرنې پروژه د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په ګډه د ۵ میلیونه یورو په مالي ملاتړ پیلېږي، چې موخه یې له زیانمنو کورنیو سره مرسته او د کرنیزو فعالیتونو پیاوړي کول دي.
ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه
دواړو ادارو د سپټمبر پر ۱۳مه ویلي، پروژه به په هغو ولسوالیو کې عملي کېږي چې خلک پکې د خوړو له کمښت، خوارځواکۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له نشتوالي سره مخ دي. افغانستان کې د کرنې پروژه
په دې پروژه کې به راستنېدونکي کډوال، له خپلو سیمو بېځایه شوي کسان او کوربه کورنۍ هم شاملې وي، خو ښځو او ځوانانو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
بزګرانو ته د کرنې او بازار خدمات
د پروژې په چوکاټ کې به څلور د خدمتونو مرکزونه جوړ شي. دا مرکزونه به بزګران او د کلیوالو سیمو کاروباریان له کرنیزو مشورو، تخصصي خدمتونو، کرنیزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.
د FAO د معلوماتو له مخې، په دغو مرکزونو کې به بزګرانو ته د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ، اغېزمنو کرنیزو طریقو، اقلیمي شرایطو او د هوا د بدلون په اړه معلومات ورکول کېږي، څو د خپلو حاصلاتو او بازارموندنې په اړه پر وخت پرېکړې وکړي.
وچکالۍ او سېلابونه د بزګرانو پر کار اغېز کوي
افغانستان کې د کرنې پروژه داسې مهال پیلېږي چې په وروستیو کلونو کې وچکالیو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د بزګرانو حاصلات او اقتصادي فعالیتونه اغېزمن کړي دي.
په افغانستان کې د FAO استازي ریچارډ ترنچارد ویلي، افغان کرنیزو کاروبارونو په سختو شرایطو کې د ودې او د کارونو د رامنځته کولو وړتیا ښودلې ده.
نوموړي زیاته کړې چې FAO او اروپايي ټولنه هڅه کوي بزګران له اړینو معلوماتو، خدماتو او بازارونو سره ونښلوي.



