نړیوال خبرونه

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې کمي شوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس مهال په دغه هیواد کې د کرونا ویرویس مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د یاد وزارت ویاند جاوید هژیر د یکشنبې په ورځ اپرېل لسمه (وري ۲۱) وویل چې یوازې تیره اونۍ په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۳۰۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. هغه زیاته کړه چې په دغه موده کې په کرونا ویروس اخته اووه ناروغان مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دوی څېړني ښيي چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس پېښې د کمېدو په حال کې دي او ممکن په راتلونکو اونیو نورې هم کمې شي. ښاغلي هژیر وویل چې د کرونا ویروس ارقام او شمېرې فعلاً ډیرې کښته دي، او د فبروري میاشتې له دوهمې اونۍ څخه یې بیا تر دا مهاله کښته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبروري میاشتې له پيل څخه بیا د دغه میاشتې تر پایه پوري په کابل او ولایتونو کې د کرونا ویروس۱۰۲۷۶مثبتې پېښې ثبت شوي وې او شاوخوا ۲۰۰ نارغان ورڅخه مړه شوي و.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په داسې حال کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو کمېدو خبر ورکوي چې تر دې مخکې روغتیايي چارواکو ویلي و چې دوی د اومیکرون کرونا ویروس د تشخیص وسایل نلري.

نور یی ولوله | ډيورنډ کرښې ته څېرمه تازه شخړه

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې نژدې ۴۹۹ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له شپږ میلیون او ۱۷۶زره کسان مړه شوي دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button