نړیوال خبرونه

ډيورنډ کرښې ته څېرمه تازه شخړه

د افغانستان له نيمروز ولایته رپوټونه وايي د پاکستان د پوځ يوه چورلکه د هلمند خانشين ولسوالۍ ته څېرمه د بلوچستان په چاغۍ سيمه کې په ډزو ويشتل شوې ده. تراوسه نه ده روښانه چې پر دغه چورلکه چا ډزې کړې دي خو ويل کېږي پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوې چې پاکستاني پوځيانو غوښتل د هلمند، نيمروز او بلوچستان تر منځ چاغۍ سيمه کې پر ډيورنډ کرښه اغزن تار وغځوي چې د طالبانو له مخالفت سره مخامخ شول.

له دې وروسته د پاکستاني پوځ يو پلاوی چې سيمې ته تللي و پر چورلکه يې ډزې شوې دي. د رپوټونو له مخې په دغه پېښه کې د پاکستاني پوځ يو افسر هم ټپي شوی خو په رسمي ډول د دې پخلی نه دی شوی. د سيمې خلک وايې چې چورلکه وېشتل شوې ده.

په دغه سيمه کې په شاوخوا ۱۵ کیلومتره ساحه اغزن تار نه دی غځول شوی. هلته په سیمه کې د ذاکر په نامه د یوه کلي نیمه برخه د ډېورنډ کرښې یوه غاړه او بله یې د کرښې هاغې غاړې ته پرته ده. د یاد کلي اوسېدونکي وايي که اغزن تار پر دغه سیمه تېرېږي، کلی به یې پر دوو برخو ووېشل شي او تګ راتګ به نه شي کولای.

نور یی ولوله | په هېواد کې د غلو په حاصلاتو کې ډېر کموالي راغلي

ويل کېږي نشي توکي هم له دغې لارې قاچاقېږي. رپوټونه وايي د طالبانو نوي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي. تر دې وړاندې په سپین بولدک سيمه کې هم د اغزن تار د غځولو پر سر له پاکستان سره لانجه شوې وه. د يادونې وړه ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډيورنډ کرښه ۲۴۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري او پاکستان څو کاله وړاندې پرې کرښه د کټارو او اغزن تار لګول پيل کړي دي.

پاکستان ادعا کوي پر اغزن تار یې ډېر لګښت شوی او وايي د کرښې په اوږدو کې يې د ناقانونه تګ راتګ د مخنيوي لپاره یې دغه کار کړی دی. د یادولو ده چې تر طالبانو وړاندې افغان حکومت هم د اغزن تار لګولو مخالفت کاوه. پخوا هم په ننګرهار، کندهار، خوست او کونړ کې د اغزن تار پر سر لانجې پورته شوې دي چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button