نړیوال خبرونه

افغانستان کې د کورونا ناروغۍ د اومیکرون بڼی ازموینی وسایل کم دی

افغانستان کې د کورونا  ناروغۍ هېر شوی ناورین روغتیا فعالان  وايي د اومېکرون  ازموینی وسایل نه لري افغانستان کې هغه لږ شمېر روغتیايي مرکزی روغتونونه  چې د کورونا ناروغانو درملنه کوي وايي د وسایلو  لږوالي له امله  نه شي کولای د هغو ګڼ شمېر وګړو  درملنه وکړی چې دوی ته ورځي.

د افغان جاپان په نامه مشهور روغتون چې پلازمېنه کابل کې د کورونا  ناروغانو درملنې یواځینی  مرکز دی وايي د کورونا ناروغۍ نوې بڼې اومېکرون ازموینی  لپاره اړین وسایل  نه لري دې روغتون  تېره میاشت ویلي چې ځینې روغتیايي وسایل یې مخ په ختمېدو باندی دي او د ناروغانو کورنۍ یې له بهر څخه  اخلي په تېر اګست میاشت کې چې په افغانستان کې طالبان واکمنۍ څخه وروسته  او بهرنۍ مرستې په ټپه دریدلی  داسې نژدې ۲۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه  هم تړل شوي چې د کورونا  ناروغانو درمنله یې کوله.

نور یی ولوله | ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري حقونه له جدي ګواښ سره مخ دي

بل اړخ د طالبانو عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي هڅی  کوي د مرستندویه ادارو په مرسته له دې تړل شویو روغتیايي مرکزونو یو شمېر بېرته پرانیزي دا په داسې مهال  کې چې په افغانستان کې د بشري کړکیچ رامنځته کېدو وېره ښکاره کیږی  او روانه اونۍ د افغانستان پولي واحد افغانۍ په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو ټیټ ارزښت ته ورسېده که څه هم په افغانستان کې د کورونا ناروغانو او له دې امله د مړه  شویو وګړو  کره شمېر معلوم نه دي خو هغه شمېر چې ثبت شوی ښایی  چې تر اوسه پوری ۷۳۰۰ وګړی  له همدې امله  مړه شوي.

بل لور مسوولینو ویلی  روغتونونو ته د نویو وګړو  ډېرېدونکی شمېر ښایی چې د نویو ناروغانو شمېر هم زیات شوی د افغان جاپان روغتون مشر نسیم نعیم رسنیو ته ویلي چی  په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کورونا پر نوې بڼه اومېکرون اخته وګړی  معلوم شوي .

او له دې هېوادونو سره د افغانانو ډېر تګ راتګ ته په لیدو  سره باید په افغانستان کې هم د کورنا ناروغۍ د دې بڼې پر وړاندې احتیاطي تدبیرونه وشي بل لور امریکايي چارواکو پرون سې شنبه وویل، له افغانستان سره د کواکس واکسین پروګرام لړ کې د کورونا وېروس مخنیوي واکسین یو میلیونه خوراکه مرسته کړې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button