افغانستان

افغانستان کې لا هم سلګونه نړیوالې موسسې فعالې دي

اړوند خبر: 

د یوناما مشره: طالبان د نړیوالو اندېښنې بابېزه ګڼي او افغانانو ته زیان اړوي

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند «عبدالرحمان حبیب» ویلي چې په اوس وخت کې ۲۸۰ نړیوال بنسټونه د سلګونو کورنیو بنسټونو ترڅنګ په افغانستان کې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې له ۲۶۰۰ ډېر ملي او نړیوال بنسټونه په دې وزارت کې ثبت شوي دي چې له دې جملې څخه ۸۲۰ یې په ۳۴ ولایتونو کې فعال دي.

د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې دا بنسټونه په روغتیا، ښوونه او روزنه، ټولنیزو خدمتونو او د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې د تیرې سلواغې میاشتې په ترڅ کې د اقتصاد وزارت اعلان کړی و چې د بهرنیو مرستو په تېره بیا د امریکا د مرستو د بندېدو په نتیجه کې د ۲۸ ولایتونو په کچه د ۵۰ نړیوالو مرستندویو بنسټونو فعالیتونه بند شوي دي.

عبدالرحمان حبیب تر دې مخکې هم د ځینو رسنیو راپورونو ته په اشارې د طالبانو د حکومت له خوا د بشري مرستو په وېش کې د مداخلې خبره رد کړې وه.

هغه ویلي و چې طالبان هڅه کوي د مرستندویو ادارو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه په ډاګه کړې وه: د نړیوالو مرستندویو بنسټونو مرستې له پیله تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو له لارې او د داخلي او خارجي غیرحکومتي بنسټونو له لوري د حکومت له لاسوهنې پرته ترسره شوې دي.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند همداراز ویلي و: «موږ د اقتصادي پرمختګ او د بې‌وزلۍ د کمولو لپاره هڅه کوو څو د دغو بنسټونو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړو.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button