ځاییژوند

افغانستان کې لومړنۍ ښځینه جراحه پېژنی؟

افغانستان کې لومړنۍ ښځینه جراحه انځور کې د دوو نجونو تر منځ نجیبه شریفي ده

ددوی دا انځور په ۱۹۶۲ کال کې اخیستل شوی دی.

د فرانس پرس خبري آژانس د انځور اخیستونکي په وینا دغه انځور چې دری نجونې پکې ښکاري په ۱۹۶۲ کال کابل پوهنتون کې اخسیتل شوی دی. دغه عکس اوس د هغې دورې له لسو غوره انځورونو دی چې ډير افغانان او هغه کسان چې افغانستان یې په دغو کلونو کې له نږدې لیدلی، په خواشینۍ او خپګان ورته ګوري. افغانستان هغه مهال هم شتمن نه و خو امن او خوشاله هېواد و چې د موډرنیزم د پرمختیا لپاره یې له نړۍ سره موازي ګامونه پورته کول.

نور ولولئ: تاسو تر اوسه د انسان په مغزو کې له ژوندي چینجي اورېدلي وو؟

دا انځور د هغو کلونو د یادونو او خاطرو په اړه دی چې افغانستان هڅه کوله، له دودیز وضعیت څخه موډرنیزم ته ولاړ شي او د پېړۍ پیل کې د شاه امان الله خان لخوا پیل شوي او نیمګړي پاتې اصلاحات بشپړ کړي.

ښځو د هېواد د چارو پر مخ وړلو کې برخه اخیسته او خپل رول یې په تدریجي ډول زباداوه.

په دې برخه کې د نړیوالو رسنیو هڅې

آلمانۍ شترن مجلې ۲۰۱۴ کال دغه انځورونه د “کله چې جګړه نه وه” تر سرلیک لاندې خپاره کړل. د ډېرو لپاره دغه انځورونه له خاطرو ډک او ډېرو نورو ته د دوی د ښو هیلو د نیمګړي پاتېدو له امله ډير دردوونکي شول، آن تر دې چې ځینو ورته اوښکې هم تویې کړې.

د یو کوچني هېواد له پلازمینې څخه په لوړه کچه بدلون غوښتنه او په لوړه کچه اصلاحي پروګرامونه پيل شول. هغه وخت خلکو هوډ کړی و چې په ډيره چټکۍ کابل له پاریس، نیویارک او لندن سره په یو کتار کې ودروي او شا ته ترې پاتې نشي.

افغانستان کې د ښځو رول پخوانی دی

دغه انځورونه ښايي د هغه نسل د ورکې شوې حافظې تر لاسه کول وي چې د جګړې په ترڅ کې یې د خپلې آرامتیا او سکون ډيری یادونه له یاده وتلي وو، او له دې اړخه هم ارزښتناک دي چې افغانستان کې پرمختګ غوښتنه، موډرنیزم او په ټولنیز او سیاسي ژوند کې د ښځو رول د ۲۰۰۱ کال له ډسمبر څخه نه دی پيل شوی بلکې اوږده تاریخچه لري.

نور ولولئ:  نیورالنک: د انسان په مغزو کې د چيپ نصبول تائید شول

نجیبه شریفي (د انځور په منځ کې) له خپلو دوو ټولګیوالو معصومې کاظمي او فیروزې کاظمي سره د کابل د طب پوهنځي زده کړیالانې وې چې “پالندویي” جامې یې پر تن دي. پالندویان د رضاکاره ځوانانو د سازمان غړي وو چې د زده کړو تر څنګ یې ټولنیز خدمتونه هم کول. ډاکترې نجیبې شریفي ډير کلونه د کابل په وزیر اکبرخان روغتون کې خدمت وکړ او د افغانستان د تاریخ لومړنۍ ښځینه جراحه وه.

خو په دې وروستیو کې پر افغان ښځو بندیزونه د اسلام تر نامه لاندې کېږي او د ځینو کړیو له لوري له پرمختګ شاته پاتې کېږي او له ټولنې حذف کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button