افغانستان کې پانګونه؛ پنځو کلونو کې نږدې ۳.۵ میلیارد ډالر

افغانستان کې پانګونه په تېرو پنځو کلونو کې نږدې ۳.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې؛ چارواکي د زرګونو کاري فرصتونو خبره کوي، خو پانګوال لا هم له بانکي، برېښنا او نورو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو حکومت وايي، په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې له ۲۰۰ میلیاردو افغانیو ډېره پانګونه شوې، چې ارزښت یې نږدې درېنیم میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې پانګونه تر ډېره د کانونو، انرژۍ، صنعت او نورو تولیدي برخو ته شوې او د دغو فعالیتونو له لارې شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو ته مستقیم او همدومره نورو ته غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي. افغانستان کې پانګونه
د وزارت ویاند محمد اصف الیاس وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې حکومت هڅه کړې چې کورني او بهرني پانګوال هېواد ته راجذب کړي او د کاروبار لپاره ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
کومو برخو کې ډېره پانګونه شوې؟
چارواکي وايي، د کانونو او انرژۍ سکتورونه د پانګونې له مهمو برخو څخه دي. صنعتکارانو ته د ځمکې برابرول، د تخنیکي کارکوونکو په برخه کې همکاري او د خامو موادو او تخنیکي وسایلو پر وارداتو د ځینو تعرفو لرې کول د حکومت له هغو اقداماتو څخه بلل شوي چې د پانګونې د هڅونې لپاره ترسره شوي دي.
د چارواکو په وینا، افغانستان کې پانګونه یوازې د کور دننه پانګوالو پورې محدوده نه ده؛ یو شمېر افغان سوداګر له بهرنیو هېوادونو څخه راستانه شوي او خپلې پانګې یې هېواد ته انتقال کړې دي.
حکومت د روان کال په اګسټ کې ویلي وو چې په تېرو دوو کلونو کې نږدې ۹۰ افغان پانګوال له بهر څخه هېواد ته راستانه شوي او شاوخوا ۷۰ میلیون ډالره یې پانګونه کړې ده. د چارواکو د شمېرو له مخې، دغو فعالیتونو شاوخوا څلور زره مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.
له دغو پانګوالو څخه یو احمد نظیر احمدزی دی چې له کویټ څخه افغانستان ته ستون شوی او د لغمان په ګمبیري دښته کې یې د بڼونو او فارمونو پر جوړولو شاوخوا ۱۰ میلیون ډالره پانګونه کړې ده. افغانستان کې پانګونه
احمدزی وايي، د هغه په پروژو کې تر ۴۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د فعالیتونو له پراخېدو سره د کارګرو اړتیا هم لوړېږي.
د هغه په خبره، د دغو پروژو تجربې ځینې کویټي پانګوال هم افغانستان کې د کرنې په برخه کې پانګونې ته لېواله کړي دي.
د صنایعو او کانونو خونې چارواکي بیا وايي، د صنعتي فعالیتونو په پراخېدو سره افغانستان په ۳۳۰ ډوله توکو کې بشپړې او په شاوخوا ۵۰۰ نورو برخو کې نیمه ځانبسیاینې ته رسېدلی دی. دا شمېرې د خونې او حکومتي چارواکو له لوري وړاندې شوې دي. افغانستان کې پانګونه
پانګوال له کومو ننګونو سره مخ دي؟
د پانګونې د زیاتېدو د حکومتي شمېرو ترڅنګ، خصوصي سکټور لا هم له مهمو خنډونو سره مخ دی. نړیوال بانک په ۲۰۲۶ کال کې ویلي چې مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، د برېښنا بېباوري او د کاروبار نورې جوړښتي ستونزې د خصوصي سکټور د دوامدارې ودې او کارموندنې مخه نیسي.
UNDP هم د افغانستان د خصوصي سکټور په تازه ارزونه کې محدود مالي لاسرسی، د انرژۍ کمښت، لوړ ټرانسپورټي لګښتونه او د مقرراتو ناڅرګندتیا د کاروبارونو له مهمو ستونزو بللې دي.
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، افغان شرکتونه یوازې شاوخوا ۰.۲۸ سلنه پانګونه د بانکونو له لارې تمویلوي. همداراز، ۴۴ سلنه سروې شوو شرکتونو د برېښنا ستونزې لوی یا ډېر جدي خنډ بللی دی.
له همدې امله، افغانستان کې پانګونه که څه هم د چارواکو په وینا په وروستیو کلونو کې زیاته شوې، خو مالي خدماتو ته محدود لاسرسی، د انرژۍ ستونزې، کمزورې زیربناوې او د نړیوالو مالي اړیکو محدودیتونه لا هم د خصوصي سکټور د پراختیا پر وړاندې مهمې ننګونې دي. نړیوال بانک وايي، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، مالي سرچینو ته د لاسرسي پراخول او په زیربناوو کې پانګونه د دوامدارې اقتصادي ودې او کارموندنې لپاره مهم دي.



