سات تيرينړیوال خبرونه

افغان سندرغاړۍ جاويد اميرخېل ٣١ کلن شو

د افغانستان نامتوسندرغاړۍ جاويد اميرخېل نن کليزه ده، هغه له ٣١ کاله مخکې د اپريل په ٢٢مه نېټه په پکتيا کې زېږېدلى و. جاويد اميرخېل په پښتو موسيقۍ کې ځانګړى نوم او مقام لري، هغه تل د ښې موسيقۍ سره ښه شاعري ويلې ده او د دې تر څنګ يې ښکلې ويډيوګانې هم جوړې کړې دي دهغه  هره سندره له ستر پېغام ډکه وي او د هغه له سندرو څخه ښکاره کېږي، چې نوموړى له خپل هېواد او خلکو سره څومره مينه لري او په هېواد او خلکو څومره دردمن دى.

جاويد اميرخېل د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. هغه په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې موسيقي يې مينه ده، د زړه له تله سندرې وايي او تمثيل نه کوي.

هغه وايي، که يې تمثيل کولى نو چا به يې اوس سندرې هم نه اورېدلې. نوموړى وايي چې د خپلې کورنۍ څخه يوازينى سندرغاړى دى او ښايي په کورنۍ کې يې له ده پرته بل څوک سندرغاړى هم پېدا نه شي.

جاويد اميرخېل چې د ژوند سړو تودو دې ته پرې نه ښود چې له اتم ټولګي څخه مخکې زده کړې وکړي او غريبۍ ته يې لاس پورې کړ، هغه ډېر کارونه وکړل خو اخر هم د سندرو نړۍ ته راغى، نوموړي لومړى له احسان عرفان او ماسټر علي حېدر څخه د موسيقۍ زده کړه ترلاسه کړې ده.

هغه وايي، چې سندرو ته راتګ ورته دومره اسانه نه و، ځکه کورنۍ يې نه پرېښوده چې سندرې دې وايي، وايي کورنۍ يې ورته ويل چې موږ ته د سندرو پېغور مه جوړوه، خو په وېنا يې چې کله يې خلکو سندرې خوښې کړې او کليوالو يې هم په ټلويزيون سندرې وليدې، نو بيا ورسره د خلکو رويه بدله شوه.

جاويد اميرخېل په خپله فېسبوکپاڼه په يو پوسټ کې هم له هغه ټولو خلکو څخه مننه کړې ده، چې هغه ته يې د کليزې مبارکۍ ورکړي دي.

له تاسې ټولو درنو ملګرو او مینوالو د زړه له کومې مننه کوم چې د کلېزې مبارکي مو رالېږلې له مینې مو قربان ټولو ته
د ښه ژوند په هیله یم ژوند مو خوږ او بختور اوسه
په درنښت

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button