سیمه ییز خبرونه

افغان طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ غړي نیولي

پاکستاني چارواکي وايي، افغان طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ غړي نیولي

پاکستاني چارواکو ویلي چې افغان طالبانو ورته ویلي چې ۲۰۰ مشکوک سختدریځي یې په دې تور نیولي چې د افغانستان له خاورې یې په پاکستان کې حملې کولې.

د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته پاکستاني چارواکو ویلي چې افغان طالبانو د ټي ټي پي د غړیو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کلک ګامونه اخیستي دي.

نور ولولئ: د ټي ټي پي په برید کې څلور کسه پاکستاني پولیس افسران وژل شوي

د دغو چارواکو په وینا، چې نومونه یې نه دي څرګند شوي، د افغانستان د طالبانو چارواکو په افغانستان کې د ټي ټي پي خلاف د اقداماتو په اړه معلومات تېره اوونۍ په کابل کې له پاکستاني پلاوي سره شریک کړي دي.

پر طالبانو د پاکستان پرله‌پسې فشارونه

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پلاوي دوې اوونۍ وروسته له دې کابل ته سفر وکړ چې په تورخم کې د دوو خواوو ترمنځ نښته وشوه او پاکستاني طالبانو په چترال کې د پاکستان د پوځ پر پوستو بریدونه وکړل.

د امریکا غږ پر اساس، یوه پاکستاني چارواکي، چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وویل، طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ کسان چې د چترال له حملې بېرته افغانستان ته ستنېدل، نیولي. دوی اوس په زندان کې دي.

ده همداراز وویل چې طالب چارواکي اوس په دې بوخت دي چې د ټي ټي پي نور غړي د پاکستان له پولو لېرې، نورو سیمو ته انتقال کړي.

نور ولولئ: ټي ټي پي: موږ په خپلو لیکو کې افغانان نه غواړو

ده زیاته کړه:«موږ باید انتظار وکړو او یوې نتیجې ته تر رسیدو مخکې وګورو چې دا اقدامات څه پایله لري.»

پاکستان طالبان یوه ډله نه بولي

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ د ترکیې ټي آر ټي شبکې ته ویلي چې له تروریستي ډلو سره د مقابلې لپاره د طالبانو له حکومته توقع له حقیقت سره اړخ نه لګوي.

ده دا هم ویلي چې   د طالبانو حکومت یو لاسی نه دی چې ټول اوامر پکې منظم تطبیق شي.

ده زیاته کړه، طالبان په ختیځ، لوېدیځ، شمال او جنوب کې په څو ډلو وېشل شوي، خو د افغانستان د طالبانو تحریک په نوم یو عمومي چوکاټ هم لري چې ځان اسلامي امارت بولي او عمومي واک لري.

د افغان طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ یو وار بیا وویل چې د دوی حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي او څه چې یې په وس وي له پاکستان سره د دغه هیواد د امنیت په برخه کې یې کوي مګر د ډیورند کرښې پورې خوا ته څه نه شي کولی.

کابو یوه اوونۍ وړاندې د پاکستاني طالبانو د یوه غړي یو صوتي کلیپ د وټس اپ په ګروپونو کې شریک شو. د ټي ټي پي دغه غړي پر افغان طالبانو نیوکې کولې او ویل یې چې د دوی غړي یې نیولي او په پلچرخي کې یې بندیان کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button