افغان لوبډله به د مراکش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
له یوې بریا او یوې ماتې وروسته، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مراکش د ډلبندۍ په څلور اړخیزو سیالیو په درېیمه لوبه کې د کوربه مراکش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مراکش د ډلبندۍ په څلور اړخیزو سیالیو په درېیمه لوبه کې نن(سهشنبه، د اپرېل ۱۵مه) د کوربه مراکش سره مخامخ کېږي.
دغه سیالۍ به دوستانه وي او د مراکش هېواد په رباط ښار کې ترسره کېږي.
باید وویل شي چې د هېواد فوټسال ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې د چین فوټسال ملي لوبډلې ته ۶-۲ په توپیر ماتې ورکړه.
د فوټسال ملي لوبډلې چین ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.
د فوټسال څلور اړخیزې سیالۍ، چې د افغانستان، چین، پرتګال او مراکش په ګډون ترسره کېږي.
په لومړۍ لوبه کې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د پرتګال د پیاوړې لوبډلې په وړاندې ۳-۱ ماتې وخوړلې وه.
دا ټورنمنټ د نړیوالو سیالانو په وړاندې د ګډون کوونکو ټیمونو د وړتیاوو د ازموینې لپاره یو فرصت ګڼل کیږي او د افغانستان لپاره په سیمهییزه او نړیواله کچه د فوټسال د دریځ د لوړولو لپاره یو مهم ډګر دی.
دا سیالۍ د مراکش په کوربهتوب ترسره شي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې او په نړیوالو سیالیو کې یې د ګډون له لارې ارزښتناکه تجربه ترلاسه کړې ده. په څو اړخیزو ټورنمنټونو کې ګډون لکه په مراکش کې د دې سیالۍ په څیر کولی شي د لوبغاړو تخنیکي پرمختګ او د رسمي اسیایی سیالیو لپاره چمتووالي ته لاره هواره کړي. پرتګال او مراکش په نړیواله کچه د فوټبال پیاوړې لوبډلې ګڼل کیږي، او د دوی سره مخ کېدل به د افغان فوټبال لوبغاړو لپاره یوه لویه ننګونه وي.