لوبېلوبې خبرونه

افغان لوبډلې د ۱۷ کلنو کافا سیالۍ جام کې دویم مقام خپل کړ

د ۱۷ کلنو د کافا جام سیالۍ په جدول کې افغان لوبډله دویم مقام راغلي ده

د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو د اتلولۍ جام سیالۍ نن د دوو لوبو په تر سره کولو سره پیل شوې. تاجکستان ۰ـ۲ ازبکستان ته او ایران ۷ـ۰ قرغزستان ته ماته ورکړه.

د ازبکستان د لومړنۍ ماتې په پایله کې افغان لوبډله د سیالیو په جدول کې دویم مقام ته پورته شوه.

د نن ورځې په پايلو سره، تاجکستان چې د دغو سياليو کوربه و، د درېيو برياوو او نهو نومرو په لرلو سره د درجه بندۍ په سر کې دی.

په دې سیالیو کې ازبکستان ماته نه وه خوړلي

ازبکستان چې تر دې دمه یې ماتې نه وه خوړلې، لومړۍ ماتې یې وخوړه او د شپږو نمرو په لرلو سره درېیم مقام ته ولوېد او افغانستان د شپږ نومرو او د ښه هدف په توپیر دویم ځای ته ورسېد.

نور ولولئ: فوټبال: افغان ښځینه لوبډلې د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډله ماته کړه

قرغزستان به د راتلوکې ورځې په لوبو کې چې د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي؛ ونه لوبېږي، ځکه دغې لوبډلې څلور لوبې کړ اېو ټولې یې بایللي او پرته له کومو نومرو د جدول په پای کې راغلی دی.

ایران چې اوس په درېیو لوبو کې درې نومرې لري، د اتلولۍ او دویم مقام د ګټلو چانس یې له لاسه ورکړی دی.

د اتلولۍ برخلیک د افغانستان، تاجکستان اوازبکستان د لوبډلو ترمنځ دی، که څه هم د نورو لوبډلو پرتله د تاجکستان چانس زیات دی.

د افغان لوبډلې نورې لوبې

په وروستۍ ورځ به افغانستان د ازبکستان او تاجکستان له ایران سره لوبه وکړي.

افغانستان به په هغه صورت کې د دې ټورنمېنټ اتلولي ترلاسه کړي، چې ازبکستان ته په دوو ګولونو ماتې ورکړي او تاجکستان له ایران څخه پنځه ګولونه ترلاسه کړي.

تاجکستان د ۹ نومرو او ۷ مثبتو ګولونو په توپیر سره د اتلولۍ د ګټ‍لو لومړی چانس لري او د افغانستان او ازبکستان لوبډلي شپږ، شپږ نومرې لري او افغانستان د دویم مقام تر لاسه کولو لپاره د ازبکستان سره د یوې لوبې مساوي کولو ته اړتیا لري او ازبکستان د دویم مقام ترلاسه کولو لپاره باید افغان لوبډلې ته ماتې ورکړي.

نور ولولئ: د ایران لوبډلې افغانستان ته په فوټبال کې ماتې ورکړه

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې بلابېلې افغان لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې خورا ښې وځلېدې او ګڼ مډالونه او جامونه یې په خپل نوم کړل چې داد افغان ملت لپاره یو ویاړ دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button