اقتصاد او سوداګري

افغان پانګه‌وال عزیزي: کابل کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت طبي ښارګوټی جوړوم

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د افغانستان لوی پانګوال او د عزېزي بانک مالک میرویس عزیزي اعلان وکړ چې د کابل په اتمه ناحیه کې به د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو طبي ښارګوټی جوړ کړي.

هغه وویل، چې په دې ښارګوټی کې به روغتون، پوهنتون او نور شیان شامل وي:

د سرطان د درملنې عصري روغتون

د طبي علومو پوهنتون

د میرمنو او ولادي ناروغیو روغتون

دارالایتام، لیلیه، او د ډاکټرانو لپاره استوګنې ښارګوټی

د “فرشتې طبي ښارګوټی” جوړېدا

میرویس عزیزي، د پنجشنبې په ورځ (۲ حوت) د عزیزي فاونډېشن او عزېزي ګروپ د پانګوالو غونډې ته وویل چې “فرشته طبي ښارګوټی” د عزیزي غیرانتفاعي فاونډېشن له خوا پر ۳۵۰ جریبه مځکه جوړېږي.

نوموړي وویل چې په دې طبي کمپلیکس به دا شیان شامل وي:

۴۰۰ بستریز د سرطان د درملنې روغتون

۲۰۰ بستریز د میرمنو او ولادي ناروغیو روغتون

د ۲۰ زره یتیمانو لپاره ځانګړی روزنتون

طبي پوهنتون او د محصلانو لپاره لیلیه

د ډاکټرانو او استادانو لپاره د استوګنې ځانګړی ښارګوټی

عزیزي زیاته کړه چې دا طبی ښارګوټی د خپلې لور په یاد جوړوي، چې سږکال وفات شوه.

نوموړي ټینګار وکړ چې دا روغتیايي، تعلیمي، او طبي خدمات به په بشپړ ډول وړیا وي او ټول افغانان به ورڅخه ګټه اخیستلی شي.

د انرژۍ په سکټور کې پانګونه

میرویس عزیزي وړاندې اعلان کړی و چې په ټوله کې به ۱۰ میلیارده ډالره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه وویل چې عزیزي ګروپ د دې ژمنې په دوام نوي پروژې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د عزیزي ګروپ لومړنۍ مهمه پروژه د کابل ښار لپاره د ۲۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید دی، چې کار یې پیل شوی او په راتلونکو ۸ میاشتو کې به فعال شي.

هغه همداراز وویل، چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به په ټول افغانستان کې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا تولید لپاره لسګونه پروژې پلي کړي.

عزیزي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې هم ډېره پانګونه کړې. هلته ګڼ شمېر جایدادونه لري او غواړي چې د نړۍ دوهم لوړ اسمانڅوکې ودانۍ جوړه کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button